يو شمېر سوداګر: د تورخم دروازې تړل کېدو له امله ميليونونه افغانۍ زيان را اوښتی

د تورخم دروازه

يو شمېر افغان سوداګر وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د هغو بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم د لارې بندېدل چې چلوونکي يې د تګ، راتګ موقتي اسناد (تاډ) نه‌لري، دوى ډېر زيانمن کړي دي.

بشیر احمد چې له شلو کلونو زیاته موده کېږي د تازه مېوې او سبزیو کاروبار کوي شکایات لري، چې د (تاډ) په نوم د تګ راتګ د موقت سند په جبري کولو سره ستونزې ډېرې شوي او د تېرې یوې اوونۍ راهیسې دوی ته درانه تاوانونه ور اوښتي دي.

بشیر احمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغې ستونزې سره د توکو د لېږد رالېږد بیې هم دوه چنده شوې دي.

هغه افغان سوداګر چې توکي یې بند پاتې دي په میلیونو افغانیو تاوان ور اوښتی دی."
رفيع‌الله افغان سوداګر

هغه وايي: "له‌دې وړاندې له غزني تر پېښوره به مو یو موټر په ۲۵۰ زره کلدارو کرایه کاوه، خو نن مو ۶۵۰ زره کلدارې کرایه کړی دی چې دا زموږ لپاره ډېر قېمته تمامیږي، له هغې راهیسې چې د تاډ مسئله مخې ته راغلې، ما تر اوسه ۳۵ لکه افغانۍ تاوان کړی دی."

نوموړی وايي، هغه موټر چلونکي چې د تاډ سند لري زیاته کرایه غواړي او دوی هم له‌دې ویرې چې له یوې خوا دا ډول موټر کم دي او له بل پلوه یې مېوې خرابې نه‌شي د لوړو کرایو ورکړې ته اړ دي.

یو بل افغان سوداګر رفیع‌الله هم د ورته ستونزې یادونه کوي وايي، یوازې هغو موټرو ته پاکستان د تګ اجازه ورکول کېږي چې د تاډ په نوم د تګ راتګ موقت سند ولري.

رفيع‌الله وايي: "هغه چلونکي چې موقت سندونه ولري د تګ راتګ اجازه لري او هغوی چې دغه سندونه نه‌لري اجازه نه‌لري، نو له همدې امله هغه افغان سوداګر چې توکي یې بند پاتې دي په میلیونو افغانیو تاوان ور اوښتی دی."

موټرچلونکي وايي، هغوی چې د تګ راتګ موقت اسناد نه‌لري، له څو ورځو راهيسې انتظار کوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغان سوداګرو دغه ستونزې مني او وايي، هره ورځ سوداګرو او د تورخم دواړو خواو ته ټرانسپورټ برخې ته میلیونونه افغانۍ تاوان رسیږي.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د هوکړې له‌مخې د (تاډ) سند لازمي ګڼل شوی او د اګست له لومړۍ نېټې د پلي کېدو وړ دی، له بده‌مرغه یو شمېر موټر چلوونکي او کلېنران نه‌دي توانېدلي چې دغه سند ترلاسه کړي. په دواړو خواو کې په سلګونو لارۍ بندې دي، دا نه یوازې د ټرانسپورټ لپاره زیان دی، بلکې د سوداګرو لپاره هم زیان دی او په بازار نېغ په نېغه اغېز لري."

په دې اړه نور: د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ موټر چلوونکي: تازه مېوه او سبزي خرابه شوې او میلیونونه افغانۍ تاوان رارسېدلی

د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ (تاډ) تګ راتګ یو موقت سند دی چې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د هوکړې پر بنسټ د غټو موټرو چلوونکو ته ورکول کېږي او د پاسپورټونو او ویزو پر ځای د اعتبار وړ دى.

د اعتبار موده يې د لومړي ځل لپاره شپږ میاشتې ده او باید بیا نوی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین، د دغو موټرو د درېدو او پرمخ یې د تورخم دروازې د بندېدو لامل د دوی (تاډ) سند د اعتبار د موده پای ته رسېدل بولي.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم ویلي وو چې، د امنیت د ټينګښت د تورخم دروازې او نورو سرحدي لارو څخه د وسله‌والو او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کونکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دې سند درلودل لازمي کړي دي.