په هند کې له زده‌کړو وروسته ځینې افغان نجونې د اقتصادي او ویزو له ستونزو شکایت کوي

د هند بیرغ

یو شمېر افغان محصلې نجونې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال هند ته د زده‌کړو لپاره تللې وې، له زده‌کړو وروسته په دغه هېواد کې په بې برخلیک وضعیت کې دي.

دغه محصلینې چې تېر او سږ کال فارغې شوي، ازادي راډيو ته وايي چې په افغانستان کې د کار او زده‌کړو د بندیز له امله نه شي کولای بېرته ستنې شي او په هند کې هم اقتصادي او د ویزې له ستونزو سره مخ دي.

خاطره وايي: د محصلي دورې د بشپړېدو وروسته د ویزې اخیستو ستونزې ډېرې دي، زمونږ ویزې نه تمدیدوي او که یې تمدید هم کړي د دوو یا درېیو میاشتو لپاره.

یوه زده‌کوونکې، خاطره چې تېر کال د پنجاب پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغه شوې، ازادي راډیو ته وویل چې د مالي ستونزو او د کار حق د نه درلودو سربېره، د ویزې د تمدید په برخه کې هم له ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل: "د محصلي دورې د بشپړېدو وروسته د ویزې اخیستو ستونزې ډېرې دي، زمونږ ویزې نه تمدیدوي او که یې تمدید هم کړي د دوو یا درېیو میاشتو لپاره، هغه هم په ډېرو ستونزو او که د دوو یا درېیو میاشتو لپاره تمدید هم شي یوه میاشت یا ٢٥ ورځې وروسته مو ویزه راځي."

نوموړي زیاتوي چې له لوړو زده‌کړو فارغ شوي زده‌کوونکي په هند کې د کار حق نه لري څو وشي کولای د خپل ژوند لګښتونو پوره کړي.

یوه بله افغانه روما محبي چې دوه کاله وړاندې د هند له پنجاب پوهنتون څخه د ماسټرۍ په کچه فارغه شوې، وايي چې دا دوه کاله یې له ډېرو ستونزو سره تېر کړي دي.

هغه وايي: "هغو افغان محصلینو چې خپلې زده کړې پای ته رسولي په هندوستان کې بند پاتې دي، نه افغانستان ته تللی شي نه کوم بل هېواد ته، پیسې نه‌لري چې د کور کرایه ورکړي، د ویزې ستونزې لري. زه خپله هم له جنوري میاشتې راهیسې ویزه نه‌لرم، یو ملګري ته مې یې خروجي ویزه ورکړه."

یوه بله افغان پېغله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي او تېر کال له کاليکټ پوهنتون څخه فارغه شوې، ازادي راډيو ته وويل چې په دې هېواد کې ښځينه او نارينه زده‌کوونکي دواړه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: "زمونږ غوښتنه د هند له دولت څخه دا ده چې زمونږ شرایط دې په پام کې ونیسي، په ځانګړې توګه د نجونو چې په افغانستان کې د کار او زده‌کړې اجازه نه‌لري، لږترلږه د هند دولت دې هغوی ته د تحصیل د دوام زمینه برابره کړي او هغوی ته بورسیې ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د هند دولت د جولای په ۱۸مه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ په درېيو کلنو کې، د دویم ځل د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م تعلیمي کلونو لپاره افغانانو ته ۱۰۰۰ آنلاین بورسیې اعلان کړې.

د هند د کلتوري اړیکو شورا یا "آی‌سي‌سي‌آر" (ICCR) په خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا بورسیې په بېلابېلو برخو کې د آنلاین زده‌کړو لپاره ورکړل شوي.

تر دې مخکې په هند کې یو شمېر افغان محصلانو د لاریون په کولو سره، د هند له دولته غوښتي وو چې له دوی سره د بورسیو او ویزو په برخه کې همکاري وکړي.

په کابل کې یو شمېر محصلانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د هند د ویزو غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر ۲۹مه

د ازادي راډیو خبریالې وغوښتل چې په هند کې د افغان زده‌کوونکو په ځانګړې توګه د ښځينه زده‌کوونکو د ستونزو او اندېښنو په اړه په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت له مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې له شپږم تولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او هغوی یې د کار، پرته له محرمه له اوږد واټن سفر، تفریحي ځایونو او پارکونو ته د تلو او یو شمیر نورو حقونو بې برخې کړې.