د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

اسټرالیا ته د افغانستان ماته؛ ځینې افغانان: د خوشحالیو یوازینۍ وسیله مو افغان لوبډله ده


د اسټرالیا پر وړاندې افغان لوبوبغاړي خپله بریا نمانځي.
د اسټرالیا پر وړاندې افغان لوبوبغاړي خپله بریا نمانځي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان په کرکټ سیالۍ کې اسټرالیا ته ماتوي.

دې تاریخي بریا په افغانستان دننه او بهر ګڼ افغانان خوشحاله کړي دي.

د افغانستان په خوست ولایت کې سلګونه خلک واټونو ته راووتل او دا بریا یې په اتڼونو او د پټاقیو په چولو ونمانځله.

د دې ولایت یو اوسېدونکي اسماعیل ازادي راډیو ته وویل: "کله چې افغانستان لوبه وګټله، ما ځان کنټرول نه کړای شو، د خوشحالۍ اوښکې مې وبهېدلې."

د افغانستان د نننۍ بریا وروسته په خوست کې خلک واټونو ته راوتلي او دا بریا یې ونمانځله.
د افغانستان د نننۍ بریا وروسته په خوست کې خلک واټونو ته راوتلي او دا بریا یې ونمانځله.

ننګرهار ولایت کې هم ورته حال و او یو شمېر خلکو ان د دې سیالۍ په تمه او تلوسې شپه په ویښه تېره کړې ده.

د دې ولایت اوسېدونکي ابرار الحق دولت‌زي ازادي راډیو ته وویل: "ټوله شپه ورته په تلوار وو چې لوبې ته به څنګه راویښېږو او دا لوبه څنګه وي، خو بلاخره د خدای په مرسته مو لوبه وګټله، باور وکړئ کله چې مو لوبه وګټله، له خوشحالۍ ژړغوني شوو."

د دې ولایت بل اوسېدونکي الفت شریف‌زي وویل: "دا بریا موږ ته له اختره کمه نه ده، ډېر د خوشحالۍ احساس کوو، یوځل بیا دې ټولو ته مبارک وي."

د کندهار ولایت اوسېدونکې اریا بیا د کرکټ لوبډله په اوسنیو شرایطو کې پر نړیوالو ډګرونو د افغانستان د ارزښتونو ژوندي ساتلو یوازېنۍ وسیله بولي.

هغه وايي: "کرکټ اوس یوازېنۍ خوښي ده د افغانانو لپاره چې د کرکټ په میدان کې زموږ د هېواد بیرغ ښکاره کېږي، موږ په کې خپل ملي سرود اورو، که څه هم اوس یې په خپل هېواد نه شو اورېدلی، بېرغ نه شو پورته کولای، بل نن چې افغانستان واتوانېدو د اسټرالیا په شان قوي لوبډلې ته ماته ورکړي نو تر دې بله لویه خوښي نه شته."

د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان په نننۍ بریا کې د افغان لوبډلې پیاوړی الروانډر ګلبدین نایب هم رول درلود. دی د دې لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان په نننۍ بریا کې د افغان لوبډلې پیاوړی الروانډر ګلبدین نایب هم رول درلود. دی د دې لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر څنګ د نورې برخې ورزشکاران هم په بهرنیو لوبو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې هم په ښه ځلېدو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړې، دغه شان په یو شمېر نورو برخو په ځانګړي ډول رزمي سیالیو کې کې افغان ورزشکارانو وخت په وخت بریاوې خپلې کړې دي.

د بغلان او میدان وردګو ولایتونو دوو اوسېدونکو نصیر احمد شینواري او عزیزالله هم په دې اړه خپلې خوشحالۍ له ازادي راډیو سره شریکې کړې.

شینواري وویل: "اسټرالیا تېر کال په سیریز کې له افغان لوبډلې سره لوبه لغوه کړې وه، خو سږ کال افغان اتلان وتوانېدل چې دوی مات کړي. راتلونکې لوبه چې دبنګله‌دېش سره ده د دوی لوبډله تر اسټرالیا کمزورې ده، دې ته بیخي هیله مند یو چې وبه یې ګټو."

عزیزالله وویل: "موږ ډېر خوشحاله شو چې افغان اتلانو اسټرالیا ته ماتې ورکړه، دوی زموږ ویاړ دي، زموږ اتلان دي تل دې بریالي وي."

د دې بریا په اړه بهر مېشتو افغانانو او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت پخوانیو چارواکو هم د مبارکۍ پیغامونه شریک کړي دي.

له دې ډلې پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني، حامد کرزي، د تېر جمهوري حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق همدارنګه ځینو ټیټ پوړو طالب چارواکو هم د دې بریا د مبارکۍ تر څنګ راتلونکې لوبه کې هم د بریا هیلې څرګندې کړي دي.

د اتور غوره لوبډلو پړوا په ګروبي لوبو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې، چې مخکې یې هند ته سیالي بایللې بله لوبه له بنګله‌دېش سره ده، چې په ماتولو سره به یېنیمه يایلوبې ته د رسېدلو لپاره چانس ډېر شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG