د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

شل اوریز نړیوال جام؛ نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د رسېدو هیلې ژوندۍ دي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې نن یکشنبه د جون په ۲۳مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پيل شوې وه، پچه یې اسټرالیا ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

د افغانستان پيلیزو توپوهونکو په دې سیالۍ کې هم اوږده ملګرتیا وکړه او له لوبډلې سره یې د یوه مناسب هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې لومړی لوبغاړی تر ۱۱۸ منډو وروسته وسوځېد او تر شلو اورونو وروسته یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې رحمن الله ګربز ۶۰، ابراهیم ځدراڼ ۵۱ او کریم جنت ۱۳ منډې وکړې.

د اسټرالیا په توپ اچونکو کې پاټ کمینز هېټریک وکړ او ادم زمپا دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغان توپ اچونکو له ډلې دا ځل د پیل اور نوین الحق ترسره کړ، هغه په لومړي اور کې د ټرېویس هېډ وېکټ وسوځوله او بیا یې د اسټرالیا لوبډلمشر مېچل مارش اوټ کړ.

محمدنبي په خپل لومړي اور کې د ډیویډ وارنر وېکټ ترلاسه کړه، خو تر هغه وروسته د اسټرالیا لپاره یو وار بیا ګلین میکسوېل او مارکس سټاینز ښه ملګرتیا پيل کړه.

لوبډلمشر راشدخان خپل څو توپ اچونکي و ازمایل، خو رنګ یې رانه وړ هغه اړشو چې ګلبدین نایب ته توپ اچونه ورکړي، نایب د خپلې عالي توپ اچونې پر مټ د اسټرالیا د مخکښو توپوهونکو میکسویل، ټيم ډيویډ، مارکس سټاینز او پاټ کمینز ویکټې وسوځولې او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

اسټرالیا ونه کړای شول چې ټول شل اورونه ولوبوي، یاده لوبډله په ۱۹.۲ اورونو کې په ۱۲۷ منډو وسوځېده.

د افغانستان لوبډلمشر راشدخان یاده بریا افغانستان ته تاریخي وبلله او ویې ویل چې له تېر یوه کال راهیسې یې په دې نړیوال جام کې د لا ښه ځلېدو لپاره ډېره خواري کړې ده.

هغه وویل: "دا زموږ لپاره ډېره غټه بریا ده، افغانان به په ټوله نړۍ کې دا بریا په ښه ډول ونمانځي. زمونږ د لوبډلې همدا ښکلا ده چې مونږ سره ډېر الراونډران په لوبډله کې دي او نن مونږ ته ګلبدین نایب ښه باولېنګ وکړ. له بنګله دېش سره راتلونکې سیالي مو ډېره غټه لوبه ده او هیله مند یو چې وی ګټو په او په ټورنمنټ کې مخکې لاړ شو."

تر یادې بریا وروسته اوس د افغانستان ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري.

که په سبانۍ سیالۍ کې هندوستان اسټرالیا ته ماتې ورکړي او د جون په ۲۵مه نېټه افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړي، نیمه پایلوبې ته به ورسېږي.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل و چې افغانستان د کرکټ په سیالۍ کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته ماتې ورکوي.

XS
SM
MD
LG