د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د چای نړیواله ورځ او افغانان


ارشیف
ارشیف

نن د مې ۲۱ مه په نړۍ کې د چاى نړيواله ورځ ده. چاى د نړۍ يو له نوموتو څښاکونو څخه دى.

خو د نړۍ دغه نوموتى څښاک د ارزانه لګښت په خاطر د ډېرو افغانانو د درې وخته خوړو برخه ګرځېدلې.

په افغانستان کې یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله ډېرى ورځې په وچه ډوډۍ او چای تېروي.

د کابل اوسېدونکی امېد چې له بېکارۍ کړېږي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کوم کار او بار نشته، ډېر وخت په کور کې تېروم، که نور څه نه وي، ډوډۍ او چای خورم، کله چې ډوډۍ او چای هم پیدا شي، خوښ یم، په سختۍ وخت تېروم، وزګار یم ستونزې شته او وضعیت خراب دی."

چای د افغانانو له تر ټولو مروجو څښاکو څخه دی چې د ستړیا ختمولو، مېلمه پالنې او ان د غربت د عامې ملګرتیا په توګه کارول کیږي
چای د افغانانو له تر ټولو مروجو څښاکو څخه دی چې د ستړیا ختمولو، مېلمه پالنې او ان د غربت د عامې ملګرتیا په توګه کارول کیږي

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى مسعود وايي چې د مېرمنې کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له همدې امله يې ډېرى وخت چاى او وچه ډوډۍ خوري.

"زما خسر درې زامن لري او دوه يې معيوب دي، زه پخپله شاهد يم چې کله نا کله د ورځې درې وخته ډ چای او ډوډۍ خوري، سل افغانۍ پيدا کوي او کور کرايه ورکوي، کله کله هغه هم نه پيدا کېږي."

د ټولنيزو چارو کارپوه شيردل پاڅون د بېوزلو کورنيو ستونزې تاييدوي.

"په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، ښايي ډېرى کورنۍ د نورو خوراکي توکو د چمتو کولو مالي توان ونه لري، نو له همدې امله چاى زيات کاروي، حتی داسې کسان هم شته چې د چايو او سړو اوبو توان نه لري، له وچه ډوډۍ خوري ځکه چې بېکاري ده."

دا په داسې حال کې ده چې ځینې افغانان وايي د چای څښل د دوی عادت ګرځېدلی او هره ورځ لسګونه پیالې چای څښي.

د کابل ښار یو دوکاندار مصور ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې د سهار په ۶:۳۰ بجو دوکان ته راځم، هیلدار چای څښم، لسګونه پیالې چای څښم، حتی نور دوکانداران راځي او له ما څخه چای اخلي، موږ عادت شوي یو، که چاى و نه څښم. ، سر درد کېږم."

چای په افغانستان کې یو له نوموتو څښاکونو څخه دی چې په پراخه کچه کارول کیږي. د مېلمنو له ښه راغلاست څخه نیولې تر ستړیا د له منځه وړلو پورې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تېر کال له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته لسګونه زره ټنه شین او تور چای وارد شو دى.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د اسنادو او شمېرو له مخې، تېر کال موږ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۷۴ زره ټنه شین او تور چای وارد کړى، موږ له مالیزیا، اندونیزیا، ویتنام، سینګاپور، بنګله دېش، هند او چین څخه چای واردوو او شین چای د تور چای په پرتله افغانستان کې ډېر کارول کېږي."

خو ده څرګنده نه کړه چې افغانستان ته هر کال افغانستان ته همدمره چاى واردېږي او که په اندازه کې يې زياتوالى او کموالى راځي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سه شنبه د مې ۲۱مه د چای نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو چې نن یې د چای نړیواله ورځ په نوم نومولې، په یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې له اوبو وروسته چای تر ټولو زیات څښل کېږي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د چای تولید او پروسس په پرمختللو هیوادونو کې د میلیونونو کورنیو د معیشت اصلي سرچینه ده او د میلیونونو بې وزلو کورنیو لپاره چې په یو شمیر نا پرمختللو هیوادونو کې ژوند کوي د ژوند اصلي وسیله ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چای یو څښاک دی چې د کاملیا سینسیس نبات څخه جوړ شوی دی.

داسې انګېرل کیږي چې چای د شمال ختیځ هند، شمالي میانمار او سویل لویدیز چین څخه د نړۍ نورو برخو ته لار موندلې، مګر هفه دقیق ځای چې دا بوټی لومړی پکې وده نړې معلوم نه دى.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شواهد ښيي چې چای شاوخوا پنځه زره کاله مخکې په چین کې څښل کېده.

XS
SM
MD
LG