د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان د سفر پای؛ یو شمېر افغانان د افغان لوبډلې دا سفر ستايي


افغان لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې تر بریا وروسته خوشحالي کوي.
افغان لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې تر بریا وروسته خوشحالي کوي.

د کرکټ د ۲۰۲۴م کال په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد.

که څه هم د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبه کې افغانستان د سویلي افریقا له لوبډلې ماته وخوړه، خو یو شمېر افغانان په دې نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر ستايي.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې دا یو نه هېرېدونکی، تاریخي او په یاد پاتېدونکی سفر بولي.

د خوست ولایت اوسېدونکي حشمت احمدزي ازادي راډيو ته وویل دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو بریالی سفر و.

افغانستان د کرکټ ټیم په روان نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه چې له دې وروسته د بنګله‌ډېش په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلي و.
افغانستان د کرکټ ټیم په روان نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه چې له دې وروسته د بنګله‌ډېش په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلي و.

احمدزی وايي: "دوی هغه څه وکړل چې د افغانانو تمه وه، د لومړي ځل لپاره د دغه جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کول د افغانانو لپاره ډېر د خوښۍ او ویاړ خبره ده او نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې موږ کولای شو د کرکټ په میدان کې هرې سترې لوبډلې ته ماته ورکړو."

د پروان ولایت اوسېدونکی احمد زاهد ازادي راډيو ته وویل چې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان په زړه پوري سفر، دی یې د دې سیالیو لیدو ته وهڅاوه.

هغه وویل: "په دې سیالیو کې چې زموږ لوبډلې وشو کولای اسټرالیا ته ماتې ورکړي او دې ماتې او سیمي فاینل ته زموږ د لوبډلې رسول د دې لامل شو چې زموږ علاقه کرکټ ته تر مخکې زیاته شي."

د کرکټ شنونکي داوود احمدزي د دې سفر په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه د دوی د لوبو، کرکټ، انرژۍ او یووالي څخه ډېر متاثره او خوشحاله یمه، خو هو په لوبډله کې یو څه ستونزې وې چې له لرې لیدل کېدې، منځنی آرډر مو نه درلود، نو په دې باندې به کرکټ بورډ او کپټان راشد ښه فکر وکړي او په راتلونکې کې به مېډل آرډر لپاره ښه ښه لوبغاړي غوره کړي."

د کرکټ لوبې مینه‌وال د کرکټ نړیوال جام په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان دا سفر په داسې حال کې ستايي چې نن د جون په ۲۷مه سویلي افریقا د یاد جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې افغان لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره د افغانستان دا سفر پای ته ورساوه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په ۱۱.۵ اورونو کې ۵۶ مندې وکړې.

د سویلي افریقا لوبډلې ورکړل شوی هدف د یوه لوبغاړي تر سوځېدو وروسته په ۸.۵ اورونو کې پوره کړ او د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ورسېدل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له دې سیالۍ وروسته افغان ولس ته په خطاب کې د هغوی د ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل: "له بده مرغه موږ ونه‌شو کولای چې څنګه لوبه ترسره کړو، خو بیا هم زموږ لوبډلې هڅه وکړه همدومره مو سفر و، همدومره مو قسمت و، انشاالله راتلونکې کې به تر دې هم ښې لوبې ترسره کړو."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان

دا لومړی ځل و چې افغانستان د کرکټ شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د کرکټ د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام په دې سفر کې افغان لوبډلې په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې یوګاندا ته ماتې ورکړه.

تر هغې وروسته د لومړۍ ځل لپاره یې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او په خپلې درېیمې سیالۍ کې یې د پاپوانیوګینې پر وړاندې بریا سره د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېده، خو د ګروپي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې یې ویسټ اینډیز ته لوبه وبایلله.

افغانستان بیا د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په لومړۍ سیالۍ کې له هند څخه ماته وخوړه، خو د اسټرالیا او بنګله‌دېش پر وړاندې بریا سره یې د لومړي ځل لپاره د دې جام نیمه پای لوبۍ ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې چې نن سه شنبه به دویمه نیمه پایلوبه د هندوستان او انګلستان ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پيل شي.

د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د جون په ۲۹مه نېټه له سويلي افریقا سره پایلوبه ولوبوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG