د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي لري


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پنجشنبه سهار وختي د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي.

افغانستان او جنوبي افریقا تر دې مخکې دوه وار په شل اووریزو لوبو کې سره مخ شوي چې دواړه یې افریقا ګټلي دي.

یو وار د ۲۰۱۰م کال په نړیوال جام او بل وار د ۲۰۱۶م کال په نړیوال جام کې.

خو اوس وخت او کیسه بدله ده.

د افغانستان ټیم د اسټرالیا په څېر د نړۍ داسې ټیمونه مات کړي چې ځان یې د نړیوال جام حقدار باله.

د افغانستان ټيم په ګروپي دور کې د درېیو ټیمونو پاپوا نیوګیني، یوګاندا او نیوزیلینډ او په اتو غوره پړاو کې د اسټرالیا او بنګله‌دېش ټیمونه مات کړل څو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان د بنګله‌دېش تر ماتولو وروسته په یوه کنفرانس کې وویل، دا د افغانستان حق وو چې نیمه پایلوبو کې شامل شي.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان
د افغان لوبډلې کپټان راشدخان

خان ویلي: "په دې ټورنمنټ کې تر دې دمه چې څنګه لوبې موږ کړي زه فکر کوم موږ یې مستحق یو چې په سیمي فاینل کې ووسو. داسې چې هر یو خپل مسوولیت اخیست او د ټیم لپاره یې تر ټولو ښه لوبه کوله. زه نه پوهېږم چې خوشالۍ مې څنګه اظهار کړم، خو دا زموږ لپاره د یوه ټيم او یوه ملت په توګه واقعاً لویه لاسته راوړنه ده. زه نیمه پایلوبې ته سترګې په لار یم."

راشدخان بیا ومنله چې د بنګله‌دېش په وړاندې لوبه کې څه اندازه منډې کمې وشوې، خو ډاډ یې ورکړ چې لوبغاړي د لوبې شرایطو ته په کتو خپله پوره خواري کوي چې د ټیم په ګټه کار وکړي.

د افغانستان لوبه پنجشنبه د جون اوه ویشتمه د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو پیلېږي.

افغانستان به له جنوبي افریقا سره د ترینداد په تروبا لوبغالي کې مخ شي هغه سټډيوم چې په ګروپي دور کې افغان لوبډلې پاپوا نیو ګیني ټیم ته په‌کې ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټيم که څه هم د نړۍ له خورا تکړه ټیمونو حسابېږي او د شل اووریز فارمټ ځینې لوبغاړي یې لکه ډېوېډ میلر، کوینټن ډیکاک، ایډن مارکرم، کیګوسو ربادا نړیوال شهرت لري، خو بیا هم د افغانستان د ټيم په وړاندې له لویې ازموینې سره مخ دی.

د جنوبي افریقا ټيم په سږني نړیوال جام کې ځینې داسې لوبې وګټلې چې تفاوت یې ډېر کم و.

یادې لوبډلې نیپال ته د ۱۱۵ منډو ټيټ هدف ورکړی او یواځې په یوه منډه یې لوبه وګټله.

د امریکا او انګلستان په وړاندې هم د افریقا د ټيم لوبې حساسې وې.

خو د جنوبي افریقا د ټیم کپټان ایډين مارکرم ویلي، ټيم یې نیمه پایلوبې ته چمتو دی او هر لوبغاړی به تر خپلې وسې د ښې او تېرو لوبو څخه متفاوته لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف بیا وایي، په ټیم یې باوري دی چې کولای شي فاینل ته لار پیدا کړي.

د اشرف خبرې کرکټ بورډ فېسبوک باندې خپرې کړي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف
د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف

اشرف وویل: "لوبغاړو ډېر زحمت وایست، افغانستان ته یې ویاړ راووړ. په خپلو مټو یې قوي لوبډلې ووهلې او بلاخره تر سیمي فاینل ته ورسېدل. لکه څنګه چې دوی لوبه وکړه او څنګه چې د دوی عظم او اراده ده په هغه جذبې سره چې لوبه وکړي انشاالله فاینل ته هم وتلی شو."

افغانستان د کرکټ ملي ټيم لومړی وار په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې شامل شو او اوس په ۱۴ کلونو کې د شل اووریز فارمټ له غښتلیو ټیمونو شمېرل کېږي.

سیمي فاینل ته په وتلو د نړۍ له ګوټ ګوټه افغانانو او د کرکټ مینه‌والو د افغانستان ټیم ته مبارکي ویلې او د لوبغاړو وړتیاوې یې ستایلي دي.

په تر ټولو جالبه بیان کې د ګایانا ولسمشر ډاکتر عرفان علي چې د نړیوال جام ځینې لوبې هلته هم وشوې په خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې "موږ باید نړیوال جام دغو لوبغاړو ته ورکړو."

عرفان مخکې هم څو واره د افغان ټيم د ستایلو لپاره له هغوی سره لیدلي دي.

د نړۍ د کرکټ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر هم ویلي چې نیمه پایلوبو ته د افغان ټيم د وتلو سفر چې په‌کې د نیوزیلینډ او اسټرالیا په څېر ټيمونو ماتول شامل وو فوق العاده وو.

د نړۍ د کرکټ پېژندل شوی پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر
د نړۍ د کرکټ پېژندل شوی پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر

هغه ویلي، "بریا مو د سخت کار او قاطعیت نتیجه ده او د ویاړ ځای دی."

XS
SM
MD
LG