د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه


افغانستان له بنګله‌دېش څخه د لوبې ګټلو وروسته د بریا نمانځنې پر مهال
افغانستان له بنګله‌دېش څخه د لوبې ګټلو وروسته د بریا نمانځنې پر مهال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ورسېده.

افغان توپ اچونکي نوین‌الحق د اتلسم اور په وروستیو دوو توپونو د بنګله‌دېش وروستي لوبغاړي وسوځول او په دې سره افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره د شل اورونو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده.

له سیالۍ وروسته افغان لوبډلمشر راشد خان په خبري کنفرانس کې وویل چې د یوې لوبډلې په توګه نیمه‌ پایلوبې ته تلل د دوی هیله وه چې ترلاسه شوه.

نوموړي وویل، دا د باوړ وړ نه ده، خو په خبره یې لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېدلې چې له امله یې ټول ډېر خوشحاله دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان

هغه وویل: "دا ډېر غټه لوبه وه زموږ لپاره او د بنګله‌دېش لپاره هم، خو موږ په لوبه کې هېڅ دا ذهن کې نه راتلل چې لوبه مو له لاسه وتله، بلکې باور مو درلود چې څومره زموږ بالېنګ لاین‌اپ دی موږ کولای شو چې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړو. خوشحاله په دې یو چې دا لوبه مو وګټله او موږ نیمه پایلوبې ته ورسېدو."

له بنګله‌دېش سره د نن ورځې په سیالۍ کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکه، خو د بنګله‌دېش لوبډلې ونه شوای کړای څو دغه هدف پوره کړي او لوبه یې د اتو منډو په توپیر وبایلله.

دا ښايي د هغه افغانانو لپاره چې سخت فقر ځپلي د خوښۍ ستره شېبه وي.

له سیالۍ وروسته په ننګرهار او خوست کې زرګونه د کرکټ مینه‌وال واټونو ته راووتل او د کرکټ دا لویه بریا یې ونمانځله.

به خوست کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته خلک واټونو ته راوتلی او دا بریا نمانځي.
به خوست کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته خلک واټونو ته راوتلی او دا بریا نمانځي.

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې بیا افغانانو دا بریا د اتڼونو په کولو او د خوږو په ویشلو نمانځلې ده.

د کرکټ یو شمېر مینه‌وال وايي، نن د افغانستان لپاره د اختر له خوښۍ کمه نه ده، ځکه د دوی په خبره د نړۍ په غوره څلورو لوبډلو کې د افغانستان راتلل په زړه پورې خبر دی.

د هلمند اوسېدونکی غوث‌الله توحیدي وايي، خپل احساسات نه شي قابو کولای.

توحیدي وویل: "باور وکړئ کله چې ما لوبه لیدله، زما له سترګو د خوښۍ اوښکې روانې وې، زه ډېر خوشحاله وم کله چې نوین‌الحق د بنګله‌دېش لوبغاړی وسوځاوه."

د خوست یوه اوسېدونکي عصمت‌الله ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل: "زه ډېر خوشحاله یم چې افغان لوبډلې په ډېر کم وخت او لږو امکاناتو سره د نړۍ په کچه دا ستره بریا ترلاسه کړه ټولو ته دې مبارک وي."

د ننګرهار اوسېدونکې لېمې ازادي راډيو ته وویل، لوبډله باید په راتلونکو لوبو کې هم بریاوې خپلې کړي.

هغه وايي: "نن لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او د لومړي ځل لپاره نیمه پایلوبې ته ووتل، موږ هیله لرو چې راتلونکې لوبه هم وګټي."

د کرکټ یو شمېر څارونکي دا د افغانستان د ورزش لپاره تاریخي لاسته راوړنه بولي.

د کرکټ افغان څارونکي مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په لوبه کې د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخې یو وار بیا وښوده چې بې سارې وړتیا لري.

رحیم وایي: زموږ د لوبغاړو د زیار او هڅو برکت دی چې نن موږ د نړۍ له شلو لوبډلو نه د کرکټ په شل اوریزه جام په څلورو غوره لوبډلو کې لوبېږو.

رحیم وايي: "دا واقعاً ډېره لویه بریا ده چې د افغانستان د سپورټ په تاریخ کې رامنځته کېږي، ډېر د خوشحالۍ ځای دی. زموږ د لوبغاړو د زیار او هڅو برکت دی چې نن موږ د نړۍ له شلو لوبډلو نه د کرکټ په شل اوریزه جام په څلورو غوره لوبډلو کې لوبېږو."

دی زیاتوي، اوس په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا سره په مهمه سیالۍ کې چې په بریا یې افغانستان پایلوبې ته وتلی شي، باید ښه مقابله وشي.

د کرکټ بل افغان څارونکی قسیم هلال بیا وايي، د راتلونکې لوبې لپاره ښايي په لوبډله کې بدلونونه رانه‌شي، خو دی غوښتنه کوي چې لږترلږه د یو بل توپ وهونکي اړتیا ده چې لوبډلې ته ورزیات شي.

هلال وویل: "که څه هم په ګټونکې لوبډله کې ډېر کله بدلون نه راځي، ځکه د یولسو لوبغاړو ترتیب، د لوبډلمشر په پلان او د لوبغاړو استعمال، بدلون به اغېز لري، خو زما نظر دا دی چې راتلونکې لوبه کې د توپوهنې برخې ته باید پام وشي او بدلون راوستل شي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نیمه پایلوبه کې له سویلي افریقا لوبډلې سره مخامخ دی.

که څه هم سویلي افریقا د روان نړیوال جام په ټولو سیالیو کې بریا خپله کړې، خو د کرکټ څارونکي وايي، افغانستان ته یې ماتول ناممکن نه دي.

د افغانستان او سویلي افریقا لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۷مه د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې پیلېږي چې په بریا سره یې افغانستان پایلوبې ته رسېږي.

په بله نیمه پایلوبه کې چې په د همدې ورځ په ماښام ترسره کېږي، هندوستان او انګلستان یوبل ته مخامخ دي.

د دې سیالیو پایلوبه د روانې جون میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG