د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې؛ د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د مسوولانه سیالۍ غوښتنه وشوه


د افغانستان کرکت ملي لوبډله
د افغانستان کرکت ملي لوبډله

په شل اوریز نړیوال جام کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته د دې لوبې مینه‌وال او کرکټ پوهان تمه لري چې د افغانستان ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې ډېره مسوولانه لوبه وکړي.

ورزش تل د زرګونو افغانانو د موسکا او خوښۍ لامل شوى او دا ځل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا غونډې د يوې پياوړې لوبډلې چې څو ځلې يې نړيوال جام ګټلى په ماتولو سره يوځل بيا د دوی پر شونډو مسکا خوره کړه.

د کابل اوسېدونکی طوفان رهنورد د اسټراليا پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې بريا یو لوی وياړ بولي او هيله څرګندوي چې ملي لوبډله نيمه پايلوبې ته ورسېږي.

رهنورد وايي: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چې د اسټراليا پر وړاندې يې څنګه لوبه وکړه، زموږ هیله ده چې نورو ټیمونو سره هم ورته لوبه وکړي، تمه لرو چې ملي لوبډله به راتلونکي پړاو ته هم لار ومومي. هیله لرو چې زموږ ټول ټیمونه د ورزش په بېلابېلو ډګرونو کې ښه ځلېږي او بايد د دولت له خوا یې ملاتړ وشي."

د کابل یوه بله اوسېدونکې نظیفه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا یوه ستره لاسته راوړنه بولي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په حقیقت کې دا بریا د افغانستان او ملي لوبډلې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، ځکه اسټرالیا ډېره پیاوړې لوبډله وه او نه یې غوښتل چې له افغانستان سره لوبه وکړي، خو زموږ لوبغاړو په خپل ټول قوت او هوښیارۍ سره دا لوبه وګټله او په دې بریا، سره يې د افغانستان نوم د نړۍ په کچه لوړ کړ."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۳مه د لومړي ځل لپاره اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او اسټرالیا له سیالۍ یو انځور
د افغانستان او اسټرالیا له سیالۍ یو انځور

کرکټ پوهان د دې بریا لامل د افغان لوبډلې ښه توپ اچونه بولي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ لوبغاړي د توپ اچونې په برخه کې ښه ځلېدل او له همدې امله مو اسټرالیا ته ماتې ورکړه. د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف ډېر کوچنی و او اسټرالیا په اسانۍ سره کولای شواى چې پوره يې کړي، خو زموږ لوبغاړو د توپ اچونې او فیلډینګ په برخه کې ښه لوبه وکړه او بریا یې ترلاسه کړه."

د مبارز په وينا، که دوى د بنګله‌دېش پر وړاندې په ملي لوبډله کې له ورته ترکيب او پروګرام څخه کار واخلي، نو د ګټلو ښه چانس به ولري.

له دې سره د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل چې دوی به بنګله‌دېش ته هم له پوره چمتوالي او ځانګړي پروګرام سره مخته کېږي.

سادات وویل: "اوس د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبې لپاره تمرینات تکميل او پوره شوي، چمتووالی نیول شوی دی او موږ به د یوه ځانګړي پلان له مخې دغې سیالۍ ته مخته کېږو. د بنګله‌دېش پر وړاندې چمتووالی نیول شوی او هیله لرو چې دغه سیالي وګټو. زمونږ له لوبې مخکې، هند او اسټرالیا سیالي لري، که هند وکولای شي اسټرالیا ته ماته ورکړي، نو سیمي فاینل ته به هم د ملي لوبډلې د تګ چانس زیات شي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ شل اوريزو لوبو په دې نړيوال جام کې چې امریکا او ویسټ اینډیز يې په ګډه کوربه‌توب کوي افغانستان له شپږو لوبو څخه څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، پاپوا نیوګینې او نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د ویسټ اینډیز په وړاندې يې ماته وخوړه.

د اتو غوره ټيمونو په پړاو کې هند افغانستان ته ماته ورکړه، خو افغانستان وتوانېد چې اسټراليا ماته کړي.

دا سیالۍ به د جون تر ۲۹مې نېټې دوام ولړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG