د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

په ځینو ولایتونو کې د افغان کرکټ لوبډلې د وروستیو بریاوو د نمانځنې د مراسمو پر مخنیوي نیوکې


ارشیف: په کندهار ښار کې وسله وال طالبان
ارشیف: په کندهار ښار کې وسله وال طالبان

په کندهار کې د کرکټ يو شمېر مينه‌وال وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو حکومت د مسوولانو له‌خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بريا د نمانځلو په مراسمو بنديز دوی خواشیني کړي دي.

که څه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا او د کرکټ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د هغوی رسېدننه په یو شمېر ولایتونو کې ونمانځل شوه، خو امنیتي چارواکو د طالبانو د مشر د استوګنې په سیمه کندهار کې د دې بریا نمانځل منع کړل.

په هغه غږیز کلپ کې چې په کندهار کې د طالبانو حکومت د امنیت امر شاه اغا ته منسوب شوی او ازادي راډيو ته رسېدلی، نوموړي د خپلو امنیتي حوزو مسوولانو ته امر کوي چې پر سړکونو د خلکو د راټولېدو مخنیوی وکړي.

هغه ویلي: "څوک په سړکونو، څلور لارو او هوټلونو کې راغونډ نه‌شي، هیچا ته که نظامي مجاهد وي یا غیرنظامي د ډزو اجازه ورنه‌کړل شي، هر چا چې ډزې وکړې مخه يې بايد ونيول شي، هیچا ته اجازه نه‌شته چې دباندې ووځي."

په کندهار کې د طالبانو حکومت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې موضوع ټينګار کړى دى.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د امنیت د لا ټینګښت په موخه د امنیت امر او استخباراتو ریاست له لوري نیول شوې او هر هغه څوک چې د ډزو پرمهال ونیول شي، ورسره به جدي چلند وشي.

د کرکټ د لوبډلې د بریا د نمانځلو لپاره د نه راغونډېدلو پرېکړې چې په کندهار کې د طالبانو د ځايي حکومت له‌خوا نیول شوې، د دې لوبې یو شمېر مینه‌وال خواشیني کړي دي.

په کندهار کې د کرکټ يو تن مينه‌وال نثار احمد ازادي راډيو ته وويل چې دوی د نورو ولايتونو د ځوانانو په څېر د دې بريا د نمانځلو لپاره ډېره لېوالتيا درلوده.

هغه وویل: "ټولو ځوانانو پلان درلود د دې لپاره چې د کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي، په پارکونو، سړکونو او د مېلو په ځایونو کې دا بريا ونمانځي، خو خبر خپور شو چې هیڅوک دې دا بريا نه نمانځي او له کوره دباندې دې نه وځي. مونږ تول ډېر خفه وو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا لپاره د یو شمېر افغانانو له سترګو د خوښۍ اوښکې راووتې.

په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو دغه لوبه ننداره کړه او د خپلې لوبډلې بریا یې ونمانځله.

نیمه پایلوبې ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسېدل او د افغانانو نمانځنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

خو په ټولنيزو شبکو کې د بېلابېلو ولايتونو د خلکو د خوښۍ او نمانځنې په ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې په خوست ولايت کې د کرکټ مينه‌وال د اور وژنې د موټر په واسطه متفرقه کېږي او پرې اوبه شيندل کېږي.

په یوې بلې ویډیو کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې لیدل کېږي چې طالبان د ځوانانو د خورولو لپاره د خلکو په منځ کې ډزې کوي.

په نورو انځورونو کې چې خوست ولایت ته منسوب شوي، ادعا شوې چې طالب چارواکو د تڼیوال په پارک کې د کرکټ د لوبغاړو انځورونه په رابرټیپونو پوښلي دي.

د طالبانو حکومت مرکزي او سيمه‌ييزو چارواکو د يادو ادعاوو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خو د خوست او پکتیا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو چې د بریا د نمانځلو په مراسمو کې حضور درلود ددې بهیر کیسه داسې کوي.

د خوست ولایت اوسېدونکي احمدالله لېوال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "امنیتي ځواکونو هم د خوست ولايت له خلکو سره دا بريا ونمانځله، وروسته چې ګڼه ګوڼه زیاته شوه، اطفائیه راغله د ګرمي لپاره یې په هغو اوبه وشیندلې، خو کله چې يې غوښته له هغه ځایه ووځي د خوست ځوانانو اطفائیې موټر پرې‌نه‌ښود چې ووځي نو ځکه یې د اوبو فشار زیات کړ."

د پکتیا ولایت اوسېدونکي فهیم اختري هم د دې بریا د نمانځلو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د کرکټ بریا پرون دلته ونمانځل شوه، خلک ډېر خوشحاله وو، طالبانو هم هغه کسان منع کول چې پټاقۍ يې ویشتلې."

په همدې حال کې د بشري حقونو یوه فعاله نجیبه سنجر په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا د بریا د نمانځلو مخنیوی د خلکو له اساسي حقونو څخه سرغړونه بولي.

هغه وايي: "په کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د کرکټ د نمانځنې منع کول د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه په جدي توګه سرغړونه ده، د سوله‌ييزې غونډې، جشنونو، فرهنګي او ورزشي ورځې نمانځل د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه دي. "

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش په وړاندې په بریا سره د ۲۰۲۴م کال د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

دا لوبه د سه شنبې په سهار د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خوښیو او جوش سره ولیدل شوه او افغانانو د افغانستان په دننه او بهر کې دغه بریا ونمانځله.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له کپتان راشد خان سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغې بریا مبارکي وویله او نیمه پایلوبې ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسېدل یې ستره بریا وبلله.

هغه زیاته کړه، چې دا د دوی پالیسي ده چې ورزش له سیاست څخه جلا وساتي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا له سویلي افریقا پیاوړي ټیم سره مخامخ کېږي، هغه ټیم چې د دې پړاو ټولې لوبې یې ګټلې دي.

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ لوبه به د جون په ۲۷مه د افغانستان په وخت د سهار په ۵ بجو پیل شي.

د دې جام پای لوبه به د جون په ۲۹مه نېټه تر سره شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG