د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د افغانستان څو نوروزي دودونه؛ سمنک او هفت مېوه څنګه او په کوم باور جوړیږي؟


د نوروز هفت مېوه - ارشیف
د نوروز هفت مېوه - ارشیف

افغانان له کلونو راهیسې نوروز په ځانګړي ډول نمانځي چې د سمنک پخولو جشن، د هفت سین دسترخوان او د هفت مېوې جوړول د دې پخواني جشن یوه برخه ده.

خلک د پسرلي، نوي کال او نوروز د هرکلي لپاره نوي کالي چمتو کوي او د نوي کال په شپه بیلابیل خواړه پخوي.

یو له دغو جشنونو څخه د سمنک پخول دي، هغه خواړه چې د غنمو د شیرې د ساعتونو اېشولو په پایله کې چمتو کیږي. ښځې او نجونې د نوي کال په شپو سره راټولیږي او په سندرو، نڅا او خوښۍ سمنک پخوي.

د کابل ښار اوسېدونکې نظیفه چې له کلونو راهیسې د سمنک جشن لمانځي، ازادي راډیو ته وویل:

"ډیری کورنۍ سمنک پخوي. دا یو دود او کلتور دی. په ځینو مواردو کې دوی سمنک د یو نذر په توګه پخوي او هیله لري چې نوی کال به د دوی لپاره ښه او نېک کال وي."

هغه زیاتوي چې دوی چمتو شوی سمنک خپلو ملګرو او خپلوانو ته لیږي او ډیری کورنۍ یې د مڼو، هوږې، سکې، سنځلې، شنه غنمو او د تازه ګلانو تر څنګ په هفت سین دسترخوان کې ږدي.

د سمنک او هفت سین دسترخوان سربېره، هفت مېوه د نوروز ځانګړي خواړه دي چې له اوو وچو مېوو جوړيږي چې په اوبو کې خیشتیږي.

د کابل ښار اوسیدونکې، نفیسه وايي چې د هفت مېوې جوړول، ورته له تېرو نسلونو څخه د یوه دود په توګه پاتې دی.

"هرکال موږ هفت مېوه په دې نیت جوړوو چې دسترخوان مو ډک وي، فراواني او ارزاني وي. چې پکې چهارمغز، بادام، پسته، کیشته، سره او شنه ممیز او سنجد په شان وچې مېوې اچول کیږي. "

هغه وايي چې دوی هفت مېوه د نوي کال په ورځ له خپلو مېلمنو سره خوري.

سمنک پخول - ارشیف
سمنک پخول - ارشیف

د نوروز جشن په ځانګړو کلتورونو، نه یوازې په افغانستان؛ بلکې په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې هم لمانځل کیږي.

خو د سمنک او نوروز د جشنونو او دودونو لمانځنه د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې د هغوی د محدودیتونو او همدارنګه د خلکو د اقتصادي وضعیت له امله پیکه شوي دي.

تاجکستان کې د نوروز نمانځنه
تاجکستان کې د نوروز نمانځنه

په ٢٠٠٩کال کې، د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په رسمي توګه د مارچ ٢١ نیټه چې د وري میاشتې له لومړۍ ورځې سره برابره ده، د نوروز د نړیوالې ورځې او یو له پخوانیو او سترو ناملموسو بشري میراثونو په توګه ثبت کړه.

افغانستان، ایران، هند، پاکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکیه، اذربایجان، تاجکستان، عراق او ترکمنستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په یونسکو کې د نوروز په قضیه کې ګډون لري.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې هم د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې نوروز د یو نړیوال مناسبت په توګه په رسمیت وپېژنده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG