د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

افغانانو په پېښور کې نوروز په سندرو او ملي نغمو ونمانځه


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې مېشتو افغان کډوالو د نوي کال لومړۍ ورځ يا نوروز په سندرو او ملي نغمو ونمانځه.

د جمعې په ورځ په پېښور کې د نوروز په مناسبت د افغانستان په قونسلګرۍ کې يوه پرتمينه غونډه و شوه چې پر افغان کوالو سربېره پکې بهرنيو ډيپلوماتانو، د خېبر پښتونخوا صوبې ګڼو ليکوالو شاعرانو او د عوامي نېشنل ګوند د جګپوړو چارواکيو په ګډون سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د غونډې ځينو ګډونوالو په سيمه کې د نوروز د تاريخي قدامت او ارزښت په اړه ويناوې او همداراز يې په سيمه کې په اوسني وخت کې پښتنو ته په ورپېښو ستونزو هم خبرې وکړې.

په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان قونسل جنرل ډاکټر وحيدالله پويان د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې نوروز د افغانستان او خيبر پښتونخوا په ګډون د ځينو هېوادونو شپږ زره کلن زوړ دود وباله او زياته يې کړه.

ښاغلي پویان زیاته کړه:

"د محققينو په حواله تقريباً شپږ زره کالو ته رسېږي او ما لکه څنګه چې وويل، دا يواځينى جشن دى چې له طبيعت سره نېغ په نېغه اړخ لګوي، يعنې د طبيعت په تبديلۍ سره کله چې طبيعت نوى کېږي، د ژمني خوب نه راپاڅېږي، ونې پاڼې کوي، ګلان رغېږي، واښه شنه کېږي. د يوې مرحلې نه بلې مرحلې ته، نوې مرحلې ته ژوند راځي، نو دغه نوروز دى."

که څه هم دا غونډه د نوروز په مناسبت جوړه شوې وه، خو د لر و بر پښتنو مشرانو په دې موقع هم د سيمې حالاتو او ستونزو ته کتنه هېره نه کړه.

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سکرتر ميا افتخار حسين دغې غونډې ته پخپلې وينا کې وويل، ترهګري د دې سيمې د خلکو پيداوار نه دى، بلکې موږ په سيمه او نړۍ کې امن غواړو.

ښاغلي حسین زیاته کړه:

"ټولې دنيا ته موږ دا پېغام ورکوو چې موږه مينه غواړو، موږه ورورولي غواړو، موږ سوکالي غواړو او ټولې دنيا ته امن ورکول غواړو. دا خاوره د امن ده. که نن په دنيا کې زما شکل د دهشتګرد په نوم پېژني، زه دهشتګرد نه يم. دهشتګردي زما پهچان نه دى، دا زما پېداوار نه دى، بلکې دا زما خلاف د دشمن سازش دى."

د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر افراسیاب خټک هم غونډې ته د وينا پر مهال د نوروز په تاريخي قدامت رڼا واچوله او زياته يې کړه، په سيمه کې روانې ترهګرۍ او نامساعدو حالاتو پښتني دودونه پيکه کړي چې د نورو دودونو ترڅنګ يې د نوروز دود هم مړاوى کړى دى.

خټک زياته کړه، موږ يواځې له فزيکي ترهګرۍ سره مخامخ نه يو، بلکې له کلتوري ترهګرۍ سره هم مخ يو.

ښاغلي خټک زیاته کړه:

"يواځې له فزيکي ترهګرۍ سره مخامخ نه يو، موږه ل فرهنګي ترهګري سره هم مخامخ يم. کلچر ټريرېزم چې ځينې خلک غواړي چې موږه خپل کلتور هېر کړو، فرهنګ هېر کړو. دا موږۀ سکندر ليدلى دى، موږۀ چنګيز ليدلى دى، موږه بابر ليدلى دى، موږه تيمور ليدلى دى، اورنګ ليدلى دى او فرهنګ مو ليدلى دى، خو دا فرهنګ پخپل ځاى باندې موجود دى او ان شاء الله وي به."

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د نوروز په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې د موسيقۍ تابيا هم شوې وه چې سندرغاړو پکې ملي نغمې وويلې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG