د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د نوروز جشن د افغانستان په ولایتونو کې څه ډول لمانځل کیږي؟


Afghanistan-- celebration of New Year (Nawrooz) in Herat, on21March2010
Afghanistan-- celebration of New Year (Nawrooz) in Herat, on21March2010
د نوروز یا د نوي کال د پیل جشن د ټولو افغانانو له خوا لمانځل کیږي، خو په هره سیمه کې د لمانځلو لپاره جلا جلا دودونه موجود دي.

په افغانستان کې د نوي کال یا نوروز جشن د پسرلي له راتګ سره سمون لري او همدا وجه ده، چې خلک یې په شانداره جشنونو سره لمانځي.

دا، چې دا جشن د افغانستان په ولایتونو کې په څه ډول لمانځل کیږي، په دې به وروسته خبرې وکړو، خو په کابل کې خلک د نوروز د لمانځلو لپاره ځانګړي دودونه لري.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې، چې هر کال د نوروز جشن لمانځي وايي:

هفت سین

"زما نوم مژګان دی، هغه دودونه چې له پځوا څخه موږ ته راپاتې دي، هغه دا دي، چې د نوروز په ورځ سبزه لغتک یعنې په شنو وښو ګرځي، هفت سین تیاروي یانې هغه خواړه تیاروي، چې نوم یې د (س) په ټکي پیلیږي، لاسونه سره کوي، بهر چکر ته وځي.

په کابل او مزار شریف کې د سخي صاحب جنډه پورته کیږي او خلک کوښښ کوي، چې تفریح ځایونو ته ولاړ شي او پر غونډیو وخیژي."

له کابله ورو- ورو د هېواد شمالي ولایتونو بلخ او سمنګانو ته ځو، چې هلته د نوروز جشن بیا د ګل سرخ د میلې په نامه لمانځل کیږي.

د نوروز میله یوه دودیزه میله ده، چې به دې وختونو کې یې نړېوال شکل غوره کړی دی، د افغانستان سربېره له ځینو ګاونډیو ولایتونو ته خلک د سیل لپاره مزار شریف ته راځي.

ضمیر
د نوروز جشن په مزار شریف کې د ګل سرخ میلې په نامه، چې تر څلوېښتو ورځو د سرو ګلونو د شنه کېدو په مناسبت وي لمانځل کیږي.

دغه مراسم د مزارشریف په ښار کې د حضرت علي کرام الله وجهو د جنډې له مراسمو سره سم لمانځل کیږي، چې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له نورو ولایتونو او هېوادونو څخه هم خلک ورځي.

دا چې په بلخ او د شمال په نورو ولایتونو کې د نوي کال جشن په څه ډول لمانځل کیږي د مزارشریف او سمنګان د دوو اوسېدونکو خبرې واورو:

"زما نوم ضمیر دی د بلخ ولایت اوسېدونکی یم، د نوروز میله یوه دودیزه میله ده، چې به دې وختونو کې یې نړېوال شکل غوره کړی دی، د افغانستان سربېره له ځینو ګاونډیو ولایتونو ته خلک د سیل لپاره مزار شریف ته راځي او دې مېله کې برخه اخلي.

دا میله د حضرت علي کرم الله وجه د جنډې په پورته کولو باندې پیلیږي او څلوېښت ورځې دوام کوي.

رستم تخت


۲- زما نوم شاه جهان دی، د نورو په لومړۍ خلک زیارتونو او مېله ځایونو ته ځي لکه د رستم تخت او تخت تهمینه."

د جنډې له پورته کېدو وروسته بیا خلک د اوز لوبې په څیر ځینې دودیزې لوبې کوي.

د افغانستان له شمال څخه به لویدیځ ته ورشو، چې دلته د نوروز یا نوي کال جشن څنګه لمانځل کیږي؟

په لویديځه څنډ کې هم د نورو ولایتونو په شان په لږ توپیر سره د نوروز یا نوي کال جشن لمانځل کیږي.

په دې ولایت کې هم خلک زیارتونو او مېله ځایونو ته ځي، ځانګړي خواړه پخوي او د نوروز جشن لمانځي.

دا چې په هرات کې د نوروز جشن څنګه لمانځل کیږي، له یوې هراتۍ میرمنې څخه به يي واورو:

په هلمند، کندهار او شاوخوا سیمو کې غېږ نیونې ډېرې عامې دي. د بېلا بېلو کلیو ځوانانو راټولیږي او له یو بل سره سیالۍ کوي.
"د دوی تر ټولو مهم دود میلې ته تګ دی، یا د کال په لومړۍ ورځ، یا د نوروز په ۱۳ مه ورځ او یا هم د لومړي کال په لومړۍ چهارشنبې میلې ته ځي او له ځان سره ځانګړي خواړه لکه، کورت اوګره سره د لاندې غوښه پځوي.

ځيني کورنۍ بیا یوه ورځ مخکې له دې چې مېلې ته لاړ شي هڅه کوي، ژېړه ډوډۍ، قلف ډوډۍ چې خوږه ډوډۍ ده او د زغرو ډودۍ پخوي او بیا یې له کروت اوګره او لاندې سره یوځای له ځان سره مېلې ته وړي."

په جنوبي ولایتونو کې د نوروز جشن له نورو ولایتونو سره په کوم توپیر لمانځل کیږي؟

په دې ولایتونو کې نوی کال یوازې د نارینه و ترمنځ لمانځل کیږي، چې مېله ځایونو ته ځي.

د دوی د نوي کال په مېله کې بېلابېلې سیمه ییزې لوبې کیږي.

اوښ زغاسته

په جنوبی ولایت کې یو هم کندهار دی، چې د پسرلي لومړی ورځ د نوروز مراسم په اتڼ، اوښ زغاستې، غېږنیونه، رباب غږول او نورو بېلابېلو لوبو لمانځي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:

"په دې ورځ خلک مېلې کوي، غېږې کوي، خوسی کوي، هګۍ جنګوي او کله چې په میلو ووځي، هلته بیا ډول ډول مراسم پر ځای کوي، لکه اتڼونه کوي او ډهول غږوي.

په هلمند، کندهار او شاوخوا سیمو کې غېږ نیونې ډېرې عامې دي. د بېلا بېلو کلیو ځوانانو راټولیږي او له یو بل سره سیالۍ کوي."

زه غواړم چې خپلې نامزدې ته یو بوټی ګل وړاندې کړم، ځکه ګل یو معنوي ارزښت لري.

خیبر
د نوروز بل دود، چې د بزګر جشن او نیالګیو کښېنول دي، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې لمانځل کیږي.

په دې مراسمو کې بزګر خپل کرنیز تولیدات نندارې ته وړاندې کوي، چې په دغو مراسمو کې بیا دولتي چارواکي هم ګډون کوي.

که څه هم په لوګر کې خلک د نوروز د جشن د لمانځلو لپاره کوم ځانګړي مراسم نه لري، خو په دغه ولایت کې د بزګر جشن بیا په لږ څه رنګین ډول لمانځل کیږي.

د لوګر ولایت یو اوسېدونکی په خپله سیمه کې د نوي کال د ورځې د لمانځلو په اړه وايي:

"نوم مې وحیدالله احمدزی دی، د لوګر ولایت اوسېدونکی یم، په لوګر کې موږ د نوروز ورځ نه لمانځو، خو د نوي کال په لومړۍ ورځ موږ خپل مالونه رنګوو د والي او نورو مشرانو تر مخ یې تیروو، وروسته له هغې د پټیو خوا ته یې بیایو او خپل کار برې پیلوو. "

د نوروز بل عنعنوي دود چې د افغانانو په منځ کې پاتې دی، د هلک له خوا د خپلې کوژدنې کورته د نوروز ډالۍ وروړل دي.

په دغه ډالۍ کې جامې او ځينې ځانګړي خواړه لکه جلبي او کبان شامل وي.
خو یو شمېر نور بیا له دغه رسم سره مخالف دي او وايي، چې دغه کار اضافه لګښت دی.

دوه کابل ښاریان په دې اړه وايي:

"زما نوم محمد خیبر دی، زه غواړم چې خپلې نامزدې ته یو بوټی ګل وړاندې کړم، ځکه ګل یو معنوي ارزښت لري، نه غواړم چې بې ځایه په نورو شیانو پیسې ولګوم.

ایمل نومیږم کورنۍ مې کوژدنې ته ځیني شیان وروړي دي لکه، کالي، د سنګار سامان، جلبي او ماهیان."

مهرګان

نوروز د اسلام د مبارک دین نه مخکې په عربي ټولنو کې هم رواج و او د مهرګان په نامه به یې لمانځله.

نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، احمدشابابا ابدالي او له هغه وروسته دورو کې هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترځ کې نمانځل شوی دی.

د نورزو او نوي کال نمانځنه هیڅکله د نړۍ په یوه قوم او هیواد پورې اړه نه درلوده او نه یې لري بلکې د افغانستان، ایران، ترکیه، کردستان، عراق، اذربایجان، لبنان، سوریه، تاجکستان، البانیا، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، کوسووا، مقدونیا، بوسنیا هرزګووینیا، او یو شمېر نورو هیوادونو په شمول د نړۍ په یوه لویه برخه کې نمانځل کیږي.

خبریاله: ماریا صدیقي - کابل
XS
SM
MD
LG