اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي؛ يو شمېر افغان ماشومان: د زده‌کړو پر ځای کار کوو

يو شمېر افغان کارګر ماشومان

په افغانستان کې یو شمېر ماشومان وايي چې، د اقتصادي ستونزو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

ننګرهار ولایت کې د مسعود په نوم يو څوارلس کلن ماشوم چمتووالی نیسي، خو ښوونځي ته نه، بلکې هغه کار ته چې له وسه یې پورته دی او تنکي لاسونه یې د ترسره کولو توان نه‌لري.

د ښوونځي د بکسې پر ځای، هغه کراچۍ له ځان سره لېږدوي چې خلکو ته پرې بارونه وړي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

پلار مې ناروغ دی، یو یا دوه کاله ښوونځي ته تللی یم، خو د کار له کبله نور تلای نه‌شوم."
پنځلس‌کلن انصار

مسعود ازادي راډیو ته وویل: "په کور کې لس کسان دي، پلار مې سپین ږیری دی، دوه وروڼه مې عصبي تکلیف لري، زه کار کوم د خلکو بار له یوه ځای څخه بل ځای ته وړم، دا کار نه‌شم کولای، خو بیا یې هم د مجبوري له امله کوم."

د فراه ولایت اوسېدونکی ۱۵ کلن انصار د موټرو د مستري په یوه دوکان کې کار کوي.

انصار ازادي راډيو ته وویل چې یوازې يې تر دوولسم ټولګي پورې زده‌کړې کړي دي: "زه د خپل کور لپاره کار کوم، دوی ماته هره اوونۍ پیسې راکوي، دا ۷۰۰ افغانۍ دي، په‌دې پیسو زه کور ته وړه، غوړي او نور توکي اخلم، پلار مې ناروغ دی، یو یا دوه کاله ښوونځي ته تللی یم، خو د کار له کبله نور تلای نه‌شوم."

ارشاد یو بل ماشوم کارګر دی چې په خوست ولایت کې پلاستیکي کڅوړې پلوري او په پیسو یې د شپې کور ته خوراکي توکي وړي.

۱۵ کلن ارشاد ازادي راډيو ته وویل: "زه په کورنۍ کې تر ټولو مشر یم، د ورځې ۵۰ او کله هم سل افغانۍ ګټم، په افغانستان کې وضعیت ښه نه‌دی او کار هم نه‌شته."

د افغانستان د اساسي قانون ۴۹مه ماده کې چې د طالبانو له حکومته وړاندې په افغانستان کې نافذ شوی، راغلي چې په ماشومانو د کار اجازه نه‌شته.

په ماشومانو کار په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د ځینو فعالانو اندېښنې هم راپارولي دي.

د ماشومانو د حقونو فعال فردین حمید بها ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې زرګونه ماشومان د مجبوریت او بې‌وزلۍ له امله په سختو کارونو بوخت دي، هغه کارونه چې د دوی له توان څخه پورته دي، هغه ماشومان چې په‌دې عمر کې د زده‌کړو لپاره باید ښوونځي ته لاړ شي، سخت کار کوي، له هغو بنسټونو څخه چې په‌دې برخه کې کار کوي غواړم، له دغو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړئ او د هغوی پالنه وکړئ، ترڅو دوی زده‌کړه وکړي او روښانه راتلونکی ولري."

د ملګرومتلونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نژدې دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې دا مهال ۱۹سلنه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونېسف" د سپټمبر د میاشتې په نیمایي کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې نږدې ۴۰سلنه ماشومان د بې‌ځایه کېدو، کډوالۍ، طبعي پېښو او ناچاودو توکو له ګواښونو سره مخامخ دي، چې دې چارې ماشومانو ته سختې رواني ستونزې هم پیدا کړي دي.

يو افغان کارګر ماشوم

د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د قانون له‌مخې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کلن شوی نه وي.

د افغانستان د اساسي قانون ۴۹مه ماده کې چې د طالبانو له حکومته وړاندې په افغانستان کې نافذ شوی، راغلي چې په ماشومانو د کار اجازه نه‌شته.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سميع‌الله ابراهیمي په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په په اړه د پام وړ څه نه‌دي شوي، خو مخکې ځینو طالب چارواکو د هغو ماشومانو د لاس‌نیوي او ملاتړ خبره کړې، چې بې سرپرسته دي.

د ملګروملتونو په وینا، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته شوې، چې له امله یې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.