د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ملګري ملتونه: په درنو کارونو د بوختو افغان ماشومانو شمېر ۳۵ سلنه لوړ شوی


ارشیف: کابل کې یو افغان ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022
ارشیف: کابل کې یو افغان ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو په وینا، د هغو ماشومانو شمېر له دېرشو تر پنځه دېرش فیصدو پورې لوړ شوی چې په درنو کارونو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر په لوړېدو دی.

اوچا په دې تړاو په یوه ټویټ کې پرون څرګنده کړه چې د کارګر ماشومانو فیصدي دېرش په سلو کې زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ورته اندېښنه ښکاره کړې وه.

د یونېسف د افغانستان د څانګې د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مسوول صفي الله امرخېل تېره میاشت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې د دوی ارزونه ښیي چې له هرو پنځو ماشومانو یو کار کوي او له دې ډلې دوه ویشت فیصده په درنو کارونو بوخت دي.

اووه کلن فرمان او شپږ کلن بلال احمد د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د خښتو په بټۍ کې دروند کار کوي.

په کندهار کې کارګر ماشومان. 06.07.2023
په کندهار کې کارګر ماشومان. 06.07.2023

هغه وايي: "سهار راځم، غرمه ځم. ماسپښین بیا راځم کار کوم، زه مکتب یا مدرسه نه وایم مجبوره یم له پلار سره کار کوم. سهار راځم له پلار سره کار کوم درس مې نه دی زده."

د اوچا په باور د افغانانو په هغو کورنیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر نور هم لوړ دی چې نارینه یې نه شته او د کورنیو مسوولیت ښځو ته پاتې دی.

اوچا په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دغسې کورنیو کې د کارګرو ماشومانو فیصدي پنځه دېرش په سلو کې لوړه شوې ده.

افغان کارګر ماشومان. Aug. 20, 2022
افغان کارګر ماشومان. Aug. 20, 2022

د طالبانو سرپرست حکومت هم دا مني چې د هغو ماشومانو شمېر کم نه دی چې شاقه کارونه کوي.

د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا، په ټول افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د یوسل او اته دېرش کنوانیسون له مخې ماشومان باید د ښوونځي تر بشپړېدو مخکې کار ونه کړي او د ماشومانو لپاره شاقه کارونه تر اتلس کلنۍ مخکې د نړیوالو اصولو له مخې منع دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG