امريکا: له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو پر مخنيوي کار کوو

په کابل کې وسله‌وال طالبان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو پر مخنیوي کار کوي.

د امریکا متحده‌ایالتونو د ملګروملتونو د هغه راپور په غبرګون کې چې له افغانستان یې د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، امریکا په‌دې کار کوي چې له افغانستانه د ګواښونو او ترهګرۍ د خپرېدو مخنیوي وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل پرون پنجشنبه د اګسټ په لومړۍ نېټه یوې خبري ناستې ته په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که څه هم داعش خراسان څانګه یوه ځان‌غوښتونکې ډله ده او په نړیواله کچه د بریدونو توان لري خو ډاډ یې ورکړ چې امریکا به له افغانستانه د ګواښونو مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل: "موږ په ‌دې کار کوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا او متحدانو يې د ترهګریزو بریدونو د پیل ځای په توګه ونه کارول شي او له افغانستان څخه د بهرنیو ګواښونو د راپورته کېدو مخه ونیسو."

نوموړی وایي چې امریکا له خپلو نړیوالو او سیمه‌ییزو متحدینو سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له‌دې اړخه د متوجه ګواښونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه ملګروملتونو ویلي چې، له افغانستانه خپرېدونکي ترهګري به د سیمې او له هغې هاخوا د ناامنۍ مهم لامل وي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: لا هم داعش په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه بهر وېره خپروي

د ملګروملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې په خپل "۳۴مه ګڼه" راپور کې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې، داعش ترهګریزه ډله لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستان د باندې ترهګري خپروي.

زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې ټولې موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل شي."
د کابل اوسېدونکې حيا افغان

تر دې وړاندې د تېرې جولای میاشتې په لسمه هم د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې په یوه بل راپور کې ویلي وو، داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندي پټن‌ځایونه موندلی شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ او احتمالي نا امنیو په اړه وروستیو راپورونو اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې حیا افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې کله د نړیوالې ټولنې له‌خوا په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرونه اورو نو ډېر ورته خفه کېږو، ځکه چې زموږ ملت ډېرو جګړو ځپلی دی او په‌دې لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړي، زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې ټولې موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل شي."

ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د طالب وسله والو عمیاتو یو انځور

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېره کمه موده کېږي چې افغانان د جګړې له اړخه له ذهني پلوه لږ څه ارامه شوي، دا ډول راپورونه چې ګواګې کېدای شي په افغانستان کې بیا ناامني او یا جګړې زیاتې شي موږ نا ارامه کوي."

د کندز ولایت یوه اوسېدونکي شمس‌الله بیا په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هر مشکل کېدای شي چې د خبرو، ناستې او تفاهم له لارې حل شي، په‌دې ورستیو کې یو څه مو ذهنونه ارامه شوي خو دا ډول خبرونه مو فکر خرابوي."

دوی پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره دې له جګړې پرته د یوې بلې حل‌‌لارې په موندلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه راپورونه رد کړي او د دغه وسله‌والې ډلې د ځپلو خبره یې کړې ده، خو د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو او ملګروملتونو په افغانستان کې د داعش وسله‌والو د فعالیتونو په اړه وخت په وخت اندېښنه ښودلې ده.