د حماس د مشر وژنه د غزې جګړې د ختمولو لپاره څه معنی لري؟

د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په تهران کې ووژل شو.

په غزې تړانګه کې پر اوربند د موافقې او د اسراییلي یرغمل شویو د بېرته ستنولو لپاره خبرې، د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو مخکې هم له خنډ سره مخامخې وي.

په تهران کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه حمله کې چې شک کېږي د اسراییل له خوا به شوې وي، د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو، د غزې تړانګې د ویجاړوونکې جګړې ختمولو په نیت روانې خبرې چې له مخکې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخې وې، لا پېچلې کړې.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله د فلسطینیانو یو تروریستي سازمان ګڼي.

خو د چهارشنبې په ورځ د جولای ۳۱مه د اسراییل په یوه مشکوکه حمله کې د هنیه وژل کېدل یا په غزه کې د اوربند تړون سبب کېږي، یا هم د مذاکرو د دوام، چې احتمال یې کم ښکاري.

۶۲ کلن هنیه د نړیوالو په منځګړیتوب په پیل شویو مذاکرو کې کلیدي رول لوبولی و چې د فلسطینيانو په قلمرو کې د دایمي اوربند ترلاسه کول او د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کول په کې شامل و.

هنیه د حماس ډلې په منځ کې نسبتاً منځلاری کس ګڼل کېده.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني تېره چهارشنبه د دې پېښې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "منځګړیتوب به څنګه بریالی شي چې یو لوری ولاړېږي او د بل لوري مرکچي وژني؟"

د خلیج هېواد قطر، له مصر سره یوځای له څو میاشتو راهیسې د مذاکرو منځګړیتوب کوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ورته بیان ورکړ او ویې ویل چې د هنیه وژنې د سولې خبرو ته زیان اړولی دی.

د حماس پوځي څانګې ویلي چې په تهران کې د هنیه وژنه یو سېلابي ابشار دی چې "جګړه به نويو سطحو ته بوځي."

حماس ډلې د خپلو خبرداریو تر څنګ ویلي، دغه ډله ښايي د ځوابي اقدام لپاره پوځي ځواک ونه لري.

حماس ډله له وړاندې له اسراییل سره په هغه لس ماشتنۍ وحشیانه جګړه کې ښکېله ده چې تر اوسه یې په نتیجه کې د فلسطینیانو د روغتیايي چارواکو په وینا نږدې ۴۰،۰۰۰ کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ملکيان دي.

په غزه کې د روانو جګړو له کبله د ویجاړیو یوه څنډه

له دې هاخوا، داسې احتمال نه‌شته چې حماس ډله دې نورو مذاکرو ته زړه ښه کړي.

د بایکاټ د لیدلوري پر احتمال سربېره، ځینې عملي ملاحظات هم شته.

هنیه یو تجربه کار شخصیت و چې په نړیواله سطحه پېژندل کېده او په منځني ختیځ او تر هغه هاخوا یې له متحدانو سره اړیکې سمبالولې.

د هغه له ځینو وروستیو تصاویرو ښکاري چې د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي ته غاړه ورکوي.

هنیه، چې په قطر کې مېشت و، کولی یې شول چې سفرونه وکړي او په مهمو غونډو کې برخه واخلي.

د اسماعیل هنیه وژنې په حماس ډله کې یوه د پام وړ خلا رامنځته کړه او لا معلومه نه ده، چې څوک به یې ځایناستی شي.

یو شخصیت د حماس د پوځي څانګې مشر یحیی السنوار دی چې پر اسراییل د اکټوبر میاشتې د اوومې د حملې د اصلي طراح په سترګه ورته کتل کېږي.

په هغه حمله کې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شول. ګومان کېږي اسنوار به دا مهال په غزه کې پټ وي.

بل مهم شخصیت ظاهر جبارین دی چې د اسراییل تر اشغال لاندې لوېدیځه غاړه کې چې یوه برخه یې د فلسطیني ادارې تر کنټرول لاندې ده، د حماس مشري کوي. دی هم پټ دی.

اسراییل، چې د حماس د رهبرۍ د له منځه وړلو ژمنه کړې دغو دواړو کسانو ته د مهمو هدفونو په سترګه ګوري.

یو نوی مشر ښايي په قطر کې د حماس له سیاسي دفتره راڅرګند شي، خو دا کار ښايي وخت ونیسي او دا هم معلومه نه ده چې دغه دوه کسان به کوم موقف ته ورسېږي.

هنیه په غزه کې د حماس د افراطي عناصرو پرتله تر ډېره یو عمل خوښوونکی کس ګڼل کېده. دی د امریکا له خوا د ترهګر په توګه پېژندل شوی و او د اکتوبر د اوومې د بریدونو ملاتړ یې کړی و.

د ایران دولتي تلوېزیون وویل، د هنیه وژنه به نورې مذاکرې د "څو میاشتو" لپاره وځنډوي.

ډېری څارونکي په دې باور دي چې د هنیه وژنه د سیمه ییزې شخړې خطر لا پسې زیاتوي.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د ملامتۍ ګوته په هماغه لومړیو کې اسراییل ته ونیوله او ژمنه وکړه چې ایران به د هنیه د وژنې غچ اخلي، هغه په دې اړه ولاړو شویو اندېښنو ته لا نور اعتبار ورکړ.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي

د کړکېچ زیاتېدل ممکن د اسراییل او حماس ترمنځ د خبرو احتمال لا زیات کم کړي، حتی راغلی درز به لا پسې پراخ کړي.

خو ډېر څه به په سیمه کې د ایران او د هغه د وسله والو او نیابتي ډلو په عملونو پورې تړاو ولري.

ایران د هنیه په وژنه کې د امریکا پړه ګڼلې، هغه هم له اسراییل د واشنګټن د پوځي، اقتصادي، او ډیپلوماټیک ملاتړ له کبله.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دا رد کړه، چې واشنګټن دې پر اسماعیل هنیه په برید کې لاس ولري، یا په دې اړه له مخکې خبر و.

خو بلېنکن په دې اړه چې د هنیه وژنه به په غزه کې د اوربند لیدلوری له څه وضعیت سره مخامخ کړي په احتیاط څرګندونې وکړې او د چهارشنبې په ورځ یې وویل: "د اوربند ترلاسه کولو اهمیت، چې ټولو اړخونو ته ارزښت لري، پر ځای پاتې دی."