پوهنتونو ته د طالبانو د حکومت شفاهي خبرداری: فراغت غونډو کې د تورو چپنو اغوستل بند کړئ

په غزني کې د محصلانو فراغت غونډې انځور

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع اعلان کړي دي.

په‌داسې حال کې چې په یوشمېر ولایتونو کې له لوړو زده‌کړو نه د فراغت غونډې روانې دي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په دغه ډول غونډو کې د محصلان په ځانګړي تور لباس اغوستلو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ارشاد او دعوت ریاست مسوول شاکرالله وحدت په یو غږیز پیغام کې چې په پوهنتونو کې د دغه ریاست امریتونو ته استول شوی او ځینو کورنیو رسنیو خپور کړی، ټینګار کړی چې د پوهنتونو مسوولین باید دې ټکي ته جدي پام وکړي.

هغه په خپل پيغام کې ويلي: "د فراغت مراسم په نږدې کېدو دي، نو زما جدي غوښتنه ده چې دا موضوع جدي ونيسئ او په پوهنتونونو کې د فراغت په مراسمو کې د سپینو چپنو او سپینې خولۍ پر سر کول تطبیق کړئ، که څوک دا موضوع و نه‌مني او عملي يې نه‌کړي نو دا به د اطاعت خلاف عمل وي او د امارت نه به بغاوت وي."

نوموړي دا هم ویلي چې دغه موضوع د رسمي مکتوب له لارې نه‌شي استولی ځکه په خبره یې موضوع رسنیزه کېږي او ستونزې پیدا کېږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي دي چې، د فراغت په مراسمو کې اغوستل شوې تورې خولۍ او جامې د غربي کلتور برخه ده او له همدې امله بايد دا چاره نوره تکرار نه‌شي.

تېر کال د کابل طبي پوهنتون څخه د محصلانو د فراغت غونډې يو انځور، چې لوړپوړو طالب چارواکوهم برخه په‌کې اخيستې وه.

په‌دې اړه کابل کې د هېواد خصوصي پوهنتون، د حقوقي او سياسي علومو پوهنځي يو استاد استاد مير ظفرالدين انصاري هم ازادي راډيو ته تاييد کړه چې په ځينو شخصي غونډو او ناستو کې دا خبره شوې.

نوموړی وايي: "ما له ځینو چارواکو سره څه وخت مخکې خبرې وکړې هغوى وويل چې په رسمي بڼه تر اوسه داسې کوم مکتوب نه‌دى صادر شوى، نه د لوړو زده‌کړو وزارت او ارشاد دعوت د رياست له‌خوا او نه هم د معينيتونو له‌خوا، خو دا خبره يو مجلس کې ويل شوې خو رسمي شوې نه‌ده، کېداى شي راتلونکې کې داسې څه وشي يا نه، معلومات نه‌شته."

د تورې چپنې اچول او د خولۍ په سر کول خو د غرب کلتور نه‌دى دا د عثماني امپراتورۍ پر مهال دود شوه او وروسته بیا غرب ته لاړه."
يو تن محصل

د کابل او يو شمېر ولايتونو پوهنتونو محصلانو، له ډلې يې يو شمېر تازه فارغه شويو په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل، دوى ته هم داسې خبرونه رسېدلي چې سپينې خولۍ او سپينې چپنې واغوندي خو لا عملي شوي نه‌دي.

د ننګرهار پوهنتون د ژونالېزم له پوهنځي تازه فارغ شوي صدام ازادي راډيو ته وويل: "یوه میاشت مخکې چې زموږ د فراغت غونډه وه داسې څه نه وو، خو تازه د لغمان پوهنتون د یو پوهنځي فارغو شویو محصلینو ته ویل شوي چې د فراغت په غونډه کې باید تورې چپنې او تورې خولې استعمال نه‌کړي."

د کابل پوهنتون یو محصل چې نه‌یې غوښتل په‌دې راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "دغه خبره بايد عملي نه‌شي، هر څوک چې زده‌کړې کوي ساينسي او ټولنيزو علومو کې غواړي ځانګړى و اوسي، د تورې چپنې اچول او د خولۍ په سر کول خو د غرب کلتور نه‌دى دا د عثماني امپراتورۍ پر مهال دود شوه او وروسته بیا غرب ته لاړه."

په دې اړه نور: د پوهنتونونو ځینې محصلانې: طالبانو زمونږ د فراغت پر مراسمو هم بندیزونه لګولي

هڅه مو وکړه په‌دې اړه د لوړو زده‌کړو وزارت د مسؤلينو نظر هم ولرو، خو له بيا بيا هڅو سره ونه‌توانېدو.

دا په‌داسې حال کې ده چې، طالبانو له‌دې وړاندې د پوهنتونو او ښوونځيو د فراغت په غونډو کې په جامو د لاسلیکونو په کولو، د ملي سرود په غږولو، د ملي درې رنګه بیرغ په رپولو هم بندیزونه لګولي او داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د ننګرهار، کونړ او خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ځینې محصلان هم له دغه پرېکړو نه په سرغړونه نیول شوي وو.