ماینونو او ناچاودو مهماتو لا هم د میلیونونو افغانانو ژوند ته خطر پېښ کړی

ارشیف: په افغانستان کې یو ماین پاک د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکوالي پر مهال

په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو له جګړو پاتې ماینونو او ناچاوده مهماتو د میلیونونو کسانو ژوند ته خطر پېښ کړی دی.

د دغه هېواد په زیاتو برخو کې د تېرو جګړو ماینونه او ناچاوده مهمات پاتې دي چې لا هم د خلکو د مړینې او معلولېدو سبب کېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په هرات ولایت کې د فزیکي توان بخښلو یو مرکز چلوي چې کارکوونکي یې هڅه کوي په چاودنو کې معلولو شویو کسانو ته مصنوعي غړي جوړ کړي.

په هرات کې د سره صلیب د دغه مرکز مدیر عبدالشکور وویل، د ناچاوده مهماتو او ماینونو ډېری قربانیان ماشومان دي، ځکه هغوی کافي پوهاوی نه لري.

هغه وايي: "افغانستان داسې هېواد دی چې له اوږدې مودې په کې جګړه وه، طبعاً چې په زیاتو ساحو کې ناچاوده ماینونه شته، ښايي په لیرې پرتو سیمو کې زموږ هېوادوال، په ځانګړي ډول ماشومان چې کافي پوهاوی نه لري، لا هم له دغو ستونزو سره مخامخ شي."

په هرات کې د سره صلیب د فزیکي توان بخښلو مرکز ته په ۲۰۲۳م کال کې څلورزره کسان د خدماتو ترلاسه کولو په نیت ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په تېره اپرېل میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی، چې زیات ماینونه او ناچاوده مهمات په کې شته.

د اوچا په راپور کې د یوه شنونکي په وینا ویل شوي وو، چې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبروري میاشتې پورې ۱۴۰۰ کسان په دغو چاودنو کې ټپیان شوي، چې له دې ډلې ۸۶ فیصده یې ماشومان دي.

ارشیف: د ماین چاودنو له کبله یو شمېر کسان د کابل په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې زیات ماینونه او ناچاوده مهمات د دولت ضد وسله‌والو له خوا ځای پر ځای شوي چې د وخت د حکومت پوځي کاروانونه په نښه کړي، خو زیات وخت یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

احمد مختار چې د ماین په چاودنه کې یې راسته پښه تر زنګانه لاندې پرې شوې، په هرات کې د سره صلیب مرکز ته ورغلی.

هغه وايي: "د فوټبال په یوه لوبه کې ګول ساتونکی وم، د لوبې پر مهال توپ له ګول دباندې لاړ، کله چې مې په توپ پسې وځغاستل پښه مې پر ماین برابره شوه، له دې سره چاودنه وشوه او معلول شوم."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست څخه د ۲۰۲۳م کال تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې د ملکیانو د زیاتو مرګ ژوبلو عامل ناچاوده مهمات وو.

د ځمکنیو ماینونو د یوه بل قرباني محمد عارف بیا دواړه پښې تر زنګانه لاندې پرې شوي دي.

دی د پوځ پخوانی سرتېری و چې شاوخوا درې کاله مخکې په هلمند کې ورباندې چاودنه وشوه.

عارف وايي: په لومړیو کې ډېر نهیلی وم، فکر مې کاوه نه به شم کولی چې تګ وکړم او خپل ژوند ته دوام ورکړم، شکر دی سره صلیب ته ورغلم، زموږ ډېر غم یې وخوړ، سل په سلو کې یې زموږ لاسنیوی وکړ.

هغه وايي: "په وظیفه کې وو، هغې ساحې ته نږدې لاړو چې په ماینونو پوښلې وه، ماین راباندې وچاودېد او دواړه پښې مې تر زنګانه لاندې غوڅې شوې. په لومړیو کې ډېر نهیلی وم، فکر مې کاوه نه به شم کولی چې تګ وکړم او خپل ژوند ته دوام ورکړم، شکر دی سره صلیب ته ورغلم، زموږ ډېر غم یې وخوړ، سل په سلو کې یې زموږ لاسنیوی وکړ. مصنوعي پښې یې راته جوړې کړې، اوس تګ کولی شم. خپل تګ ته ېر خوښ یم."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل راپور کې ویلي، په افغانستان کې ښايي ۴ میلیونه وګړي د ناچاوده مهماتو او ماینونو له خطر سره مخامخ وي.

هېلوټرسټ (HALO Trust) چې په افغانستان کې د ماینپاکۍ له فعالو موسسو ده وايي، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱م کال له جګړو زیات ناچاوده مهمات پاتې دي.

د ماینپاکۍ د دې ادارې په وینا، دغه ناچاوده مهمات ښوونځیو، کورونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو ته څېرمه پاتې دي.

په افغانستان کې د هېلوټرسټ موسسې مدیر او د پروګرامونو مشر فرید احمد همایون ویلي، د نږدې درېیو کلونو مخکې ناچاوده مهماتو زیات قربانیان ماشومان دي.

هغه وايي: "د ساري په توګه د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۰۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری یې ماشومان دي. په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کمېدو لپاره، دا ډېره مهمه ده، چې پر ماینپاکۍ تمرکز وشي."

طالبان هم د تېر حکومت پر مهال چې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن و، د ماینونو او منفجره وسیلو په کارولو تورن دي، چې په تېر حکومت کې هم د دغو تازه ځای پر ځای شویو ماینونو او منفجره وسیلو په چاودنو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتله.

په افغانستان کې د هېلوټرسټ موسسې مدیر او د پروګرامونو مشر فرید احمد همایون وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډله ییز راستنېدلو د ماینونو او ناچاوده مهماتو په چاودنو کې د خلکو د زیانمنېدو خطر زیات کړی دی.

ځینې افغانان بیا هم مجبوره دي چې د خطر په منلو سره په خطرناکو کروندو کې کار وکړي، ځکه د ژوند پرمخ بېولو لپاره بل انتخاب ورته پاتې نه دی.