جانتن ټروټ: اوس د دې وخت دی چې ځوانان لوبغاړي مسوولیت واخلي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټروټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټروټ ویلي، اوس په‌کار ده چې د لوبډلې ځوانان لوبغاړي با مسوولیته لوبې وکړي او د تېر پنځوس اوریز نړیوال جام د بریاوو لړۍ په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې هم وساتي.

ټروټ د کرکټ بورډ په ټولنیزو پاڼو په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې ځوانان لوبغاړي با مسوولیته لوبه وکړي.

د ټروټ په وینا، تر ټولو غټه ننګونه ورته دا ده چې د تېر نړیوال جام د لاسته راوړنو لړۍ همداسې دوامداره وساتي او دا ځل به دا چاره ځوانان لوبغاړي ترسره کوي.

د نوموړي په باور، د هند غوره لیګ "ای‌پي‌ایل" په سږني پړاو کې د ۹ افغان لوبغاړو لوبېدل، د دې ثبوت دی چې افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې اوس پیاوړي لوبغاړي لري.

هغه وړاندې وايي: "اوس په لوبډله کې یوازې مشران لوبغاړي لکه راشدخان، محمدنبي او رحمن الله ګربز ندي، اوس داسې ځوانان هم شته چې مسوولیت پرې وېشل کېږي او هغوی هم با مسوولیته لوبه کوي."

دغه راز د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی حمیدحسن وايي، مهمه ورته دا ده چې څو ورځې وړاندې د کربین ټاپوګانو ته رسېدلي او دا به مرسته وکړي چې له کنډېشن سره ښه بلد شي.

هغه د توپ اچونې په برخه کې د وېسټ اینډیز د پخواني لوبغاړي ډووین براوو راتلل مثبت اغېز وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا برخه به تر پخوا لا غښتلي شي.

ډووین براوو

هغه وايي: "زمونږ لوبغاړي د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبېدلي دي، په سي‌پي‌ایل یا کربین غوره لیګ کې هم زمونږ لوبغاړو ډېرې لوبې کړي او د ویسټ اینډیز له کنډېشن سره ښه بلدتیا لري."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روانې مې میاشتې په ۱۹مه نېټه د کربین د سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته رسېدلې او هلته په چمتووالي بوخته ده.

ټاکل شوې چې د مې میاشتې په ۲۹مه او ۳۱مه نېټو افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ له عمان او سکاټلنډ سره ترسره کړي او په شل اوریز نړیوال جام کې به یې لومړۍ رسمي سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا سره وي.