د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

کرکټ؛ د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو څلور ورځنۍ سیالي پیل کړې


د افغان لوبډلې نوملړ
د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ یوازینۍ څلور ورځنۍ سیالۍ نن شنبه پیل شوې ده.

د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر احسان الله جنت ګټلې وه، خو توپ اچونه یې غوره کړې ده.

د کرکټ بورډ له لوري اعلان شوی لوبډلمشر اکرام علیخیل د ټپونو له امله په دې لوبه کې نه لوبیږي.

د سریلانکا لوبډلې د لومړۍ ورځې تر ناوخته د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۵۷ منډې کړې دي.

تر دې دمه په افغان توپ اچونکو کې ضیاالرحمن اکبر ۳، ابراهیم شریفي او خلیل ګربز یو ـ یو لوبغاړی سوځولی دی.

د ویلو ده چې سیالي به د می میاشتې تر ۱۴مې نیټې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG