د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د هند د کرکټ د غوره لیګ؛ افغان بالر الله محمد غضنفر د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره یو ځای شو


د افغانستان د کرکټ ځوان بالر، الله محمد غضنفر
د افغانستان د کرکټ ځوان بالر، الله محمد غضنفر

د هند د کرکټ د غوره لیګ د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د افغانستان د کرکټ د ځوان بالر الله محمد غضنفر د ور یوځای کېدو هرکلی کړی دی.

دغې لوبډلې تېره شپه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې غضنفر یې د مجیب الرحمن پرځای نیولی دی.

کلکته نایټ رایډرز لیکلي، مجیب الرحمن چې څه موده مخکې څه ژوبل شوی و، لا هم مسابقو ته تیار نه دی.

د کرکټ افغان لوبغاړي مجیب الرحمن هم په خپله ایکس شبکه کې په دې اړه چې د ژوبلېدو له کبله نه شي کولی د کلکته لوبډلې لپاره لوبه وکړي، خپګان څرګند کړی دی.

نن ماښام د کابل پر وخت شپږنیمې بجې د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې کلکته نایټ رایډرز له رویال چلنجرز بنګلور سره.

XS
SM
MD
LG