د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

کرکټ؛ بندامیر لوبډله د قوش تپې لیګ پایلوبې ته ورسېده


د سیالیو یوه څنډه
د سیالیو یوه څنډه

د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت په کابل کې د قوش تپې شل اوریزه سیالیو د پیل شوي لیګ په سیالیو کې تر دې دمه د بند امیر لوبډله پایلوبې ته رسېدلې ده.

په یاد لیګ کې چې پینځو لوبډلو برخه درلوده، سپین غر یوازینۍ لوبډله وه چې د ۸ لوبو په کولو سره یې یوازې دوه وګټلې، یوه یې مساوي کړه او ۵ یې وبایللې.

تر سپین غر وروسته د امو لوبډله هم په ټورنمنټ کې له مخکې تګ پاتې شوه.

د مس عینک لوبډله که خپلې راتلونکې دواړه سیالۍ وګټي، نو پایلوبې ته به ورسیږي.

بوست لوبډله چې ۸ نومرې لري، د مس عینک لوبډلې د دواړه سیالیو د بایللو په صورت کې فاینل ته رسېدلی شي.

د ویلو ده چې د یاد لیګ پایلوبه د می میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG