د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

کرکټ بورډ د ځینو پخوانیو لوبغاړو پر ځای نویو ځوانانو ته قراداد ورکړی


د کرکټ بورډ لخوا د خپرو شویو معلوماتو یوه څنډه
د کرکټ بورډ لخوا د خپرو شویو معلوماتو یوه څنډه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د يوه خبر په خپرولو سره ویلي چې د ځینو پخوانیو لوبغاړو پر ځای یې نویو ځوانانو ته مرکزي قراداد ورکړی دی.

یادې ادارې نن چهارشنبه دغه خبر خپور کړی او ویلي دي تر دې وروسته به پخواني چټک توپ اچونکي دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، افتاب عالم او توپوهونکو شهزاد محمدي او سمیع الله شینواری مرکزي قرارداد ونه لري.

د یادو لوبغاړو پر ځای بیا صدیق اتل، بهیرشاه محبوب، عبدالمالک او ضیا اکبر ته قراردادونه ورکړل شوي دي.

کرکټ بورډ لوبغاړو ته د قرارداد ورکولو په تړاو لیکلي دي: " د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو او پالیسۍ له مخې، د لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد ترلاسه کول او یا هم له لاسه ورکول د شپږ میاشتني راپور او د دوی کارکردګۍ له مخې کېږي چې پورته نوملړ د ۲۰۲۳م کال د جولای تر ډسمبر میاشتې پورې دی چې په تړاو یې لوبغاړو یاد قراردا ترلاسه کړی او یا هم له لاسه ورکړی دی."

د ویلو ده، دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ بورډ اداره د یو شمېر لوبغاړو د قرارداد د نوي کولو او ختمولو خبر ورکوي.

د نورو هېوادونو د کرکټ بورډ ادارې د خپلو لوبغاړو مرکزي قرادادونه په پوره جزیاتو سره خپروي او دا په کې واضح وي چې کوم لوبغاړی د کومې کټګورۍ قراداد اخستی او کلنی امتیاز یې څومره دی.

XS
SM
MD
LG