د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

افغان کرکټ بورډ: ډووین براوو مو د ملي لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکی ټاکلی دی


ډووین براوو - تصویر: د افغانستان کرکټ بورډ
ډووین براوو - تصویر: د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د می په ۲۱مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ویسټ اینډیز ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډووین براوو یې په شل اوریز نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې د سلاکار روزونکي په توګه ګومارلی دی.

کرکټ بورډ ویلي دي، ښاغلی براوو به خپله دنده تر شل اوریز نړیوال جام مخکې پیل کړي.

د یادې ادارې په یوه بل خبر کې ویل شوي وو، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اکثریت لوبغاړي د کربین سینټ کېټس او نیوېس ټاپو ته رسیدلي دي او د لوبډلمشر راشدخان په ګډون به ځیني نور لوبغاړي هم ډېر ژر له لوبډلې سره یوځای شي.

کرکټ بورډ وايي: "اوس مهال ډووېن براوو د ۲۰ اوریزو لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي. دغه راز نوموړی په دې بڼه کې نږدې ۷۰۰۰ منډې هم لري چې له همدې امله دی په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو له تر ټولو بریالیو ټولچارو يا الراونډر لوبغاړو شمېرل کېږي."

که څه هم کرکټ بورډ نه دي ویلي چې د نوموړي دا دنده به تر شل اوریز نړیوال جام وروسته هم وغځيږي یا نه؟ خو اکثریت لوبډلې له کنډېشن سره د بدلتیا په پار په نړیوالو جامونو کې لنډمهالي روزونکي ګوماري.

XS
SM
MD
LG