د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

افغان لوبډلې په ویسټ اینډیز کې تمرینات پیل کړل


یو شمېر افغان لوبغاړي- ارشیف
یو شمېر افغان لوبغاړي- ارشیف

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ:

د شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې په ویسټ اینډیز کې تمرینات پیل کړل.

ډووین براوو به په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د توپ اچونې د برخې سلاکار وي.

کلکته نایټ رایډرز د ای پي ایل پایلوبې ته ورسېد او ګربز په لومړي ځل سږ کال ولوبید.

اټک انرژي لوبډلې د افغانستان د فوټبال لیګ اتلولي وګټله.

د سریلانکا شل اوریز لیګ ته ګڼ افغان لوبغاړي غوره شوي دي.

د کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه په پیل شویو درې ورځنیو سیالیو کې ګڼو ځوانانو سلیزې وهلي دي.

او د امریکا متحده ایالاتو په لومړي ځل په یوه شل اوریزه سیالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

په خپرونه کې ګڼ نور مطالب هم شته.

دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:21:12 0:00

XS
SM
MD
LG