د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د لوبو له میدانه؛ سریلانکا ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر بشپړ شو


د افغانستان د سریلانکا له لوبو یو انځور
د افغانستان د سریلانکا له لوبو یو انځور

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورۍ چې سریلانکا ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر بشپړ شو او یوازې یوه سیالي یې وګټله.

په دې خپرونه کې د سریلانکا پر وړاندې د ورستیو ماتو، د لاملونو په تړاو د څارونکو نظریات هم اخیستل شوي دي.

د افغانستان د لومړۍ درجه ولايتي سیالیو ترڅنګ به د پاکستان غوره لیګ د نهم پړاو وروستی حال هم په خپرونه کې واورئ.

له کرکټ ور اخوا به په کابل کې د والیبال لیګ د درېیم پړاو د پیل شویو سیالیو خبر هم واورئ.

د خپرونې د مرکې په برخه کې د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي باطن شاه عبدالرحیمزي د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د وروستیو ماتو په دلایلو غږېدلی دی.

دا اوونیزه سپورټي خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي او تاسې یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:09 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG