د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د لوبو له میدانه؛ افغانستان راتلونکې میاشت له سریلانکا سره درې لوبلړۍ پیلوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونې کې به واورئ:

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په نړیوال جام کې دوه پرله پسې سیالۍ وبایللې، خو لا هم بل پړاو ته د رسېدو چانس لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له سریلانکا سره درې لوبلړۍ پيلوي.

د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ پایلوبه برسبن هيټ لوبډلې وګټله.

د کرکټ په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو پراخه ګډون او غوره لوبې.

د ولایتونو په کچه د کرکټ دویمه درجه پیل شویو سیالیو وروستۍ حال.

او د فوټبال د اسیا جام سیالیو ګروپي پړاو پای ته رسېدو ته نېږدې دی، کومې لوبډلې مخکښې دي؟

د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته ځانګړې مرکه خپروو، د دې اوونۍ مرکه مو په نړیوال جام کې د افغان نولس کلنې لوبډلې د ورستیو سیالیو په تړاو ده له پخواني لوبغاړي ښاغلي دولت خان احمدزي سره کړې ده.

دا سپورټي خپرونه، هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د دې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:24:16 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG