د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د لوبو له میدانه؛ د هند او افغانستان کرکټ لوبډلې شل اوریزې سیالۍ کوي


ارشیف: د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور
ارشیف: د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ، چې د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، د ۲۰۲۴ کال په پيل کې له افغانستان سره درې یو شل اوریزې سیالۍ کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې تر دې دمه دوه سیالۍ ګټلي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د اسیا جام په ترڅ کې خپلې دواړه سیالۍ په لاهور کې ترسره کړي.

په خپرونه کې به دا هم واورئ، په لومړي ځل یو افغان د امریکا د کرکټ اجرایوي رییس ټاکل شوی.

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې دا ځل ۳۲ هېوادونه ګډون لري او د اشیز لوبلړۍ ټراپي له اسټرالیا سره پاتې شوه، خو انګلستان به د وروستۍ لوبې د ګټلو ډېرې هڅې کوي.

د خپرونې په دویمه برخه کې د کابل غوره لیګ مسوول عبدالطیف ایوبي د یاد لیګ په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.

د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:23:45 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG