د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د لوبو له ميدانه؛ افغانستان له بنګله‌دېش د یو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله


د بنګله‌دېش او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تېرو سیالیو یو انځور
د بنګله‌دېش او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تېرو سیالیو یو انځور

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان په لومړي ځل د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د روانې میاشتې په نیمايي کې افغانستان او بنګله‌دېش دوه شل اوریزې سیالۍ کوي.

دغه راز خپرونه کې دا هم اورئ چې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د اېشیز لوبلړۍ بېرته ژوندۍ شوه.

دغه راز د اسیا د ایمرجینګ په سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې کله او له چاسره دي او د بدني ښکلا او فزيکي تکړښت شپږ لوبغاړو د مالديپ هېواد په سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي دي.

د خپرونې په دویمه برخه کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې په وروستیو لوبو او بریاو، ملي لوبډلې ته د عثمان غني د نه غوره کولو په لاملونو او راتلونکي اسیا او نړیوال جام ته د افغانستان پر چمتووالي غږېدلی دی.

د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:34 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG