د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

پاکستان ولې افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟


د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ سیاليو یو انځور. 25.03.2023
د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ سیاليو یو انځور. 25.03.2023

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي او ۱۹ لوبغاړي یې ورته اعلان کړې دي.

دغه راز مس عینک د درې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې او اسټرالیا د ایشیز په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې په راتلونکي اسیا او نړیوال جام کې د افغانستان سیالان څوک دي او پاکستان ولې له افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟

د دې ترڅنګ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو او د کریسټیانو رونالډو د یوې بلې تاریخي کارنامې په تړاو معلومات هم درته وړاندې کېږي.

دا ځل د پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د افغانستان د ورستیو او راتلونکو لوبو په تړاو مرکه هم اورېدلی شئ.

د لوبو له ميدانه خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:44 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG