د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د لوبو ميدانه؛ پاکستان له افغانستان سره د کرکټ درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي


د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور
د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، په اګست کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي.

د افغانستان الف لوبډله د اسیا ایمرجینګ سیالیو له نیمه پایلوبې پاتې شوه.

د خپرونو په دوام به دا هم واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې یو وار بیا یې د چټکو توپ اچونو د موندلو لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوو نړیوالو ټورنمنټونو کې ګډون کوي.

دغه راز دا به هم اورئ چې د راشدخان په ګډون درې افغان لوبغاړو د امریکا په سوداګریز لیګ کې ګډون کړی دی.

د خپرونې په دویمه برخه کې پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي د بنګله‌دېش پر وړاندې په دوه شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د ماتو په لاملونو خبرې کړې دي.

د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:13 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG