د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې د سیالیو لړۍ پیلوي


د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې راتلونکې اوونۍ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي.

د افغانستان ملي لوبډلې نوی ټاکل شوي روزونکي په تړاو هر اړخیز معلومات هم اورېدلی شئ.

د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

په خپرونه کې به دا هم واورئ چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته انګلستان او اسپانیا ځانونه رسولي دي.

روانه اوونۍ د کرکټ دوه مخکښو لوبغاړو له نړیوال کرکټ سره مخه کړې، خو بین سټوکس یو وار بیا د انګلستان د یو ورځنیو سیالیو لوبډلې ته راستون شوی دی.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې به د افغانستان ملي لوبډلې د توپوهنې د نوي ټاکل شوي روزونکي د اغېز او په یوه لوبډله کې د مشر روزونکي د رول په تړاو معلومات واورئ.

د مرکې مېلمه دولت خان احمدزی دی.

د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:40 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG