غور کې سېلابونه؛ منار جام یې د نړېدو خطر سره مخ کړی

د غور ولایت د منار تاریخي جام

په غور ولايت کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د دې ولايت خلکو ته د ځاني او مالي زيانونو د اړولو ترڅنګ د دغه ولايت يو له لرغونو ابداتو، منار جام هم د نړېدو له ګواښ سره مخ کړى دى.

ازادي راډیو ته په یوه رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې سېلابونه دې څلي ته رسېدلي او د نړېدو له خطر سره یې مخ کړی دی.

د غور ولايت سيمه ييزې سرچينې هم تاييدوي چې سېلابونو منار جام تر لسو مترو پورې اوبو کې ډوب کړی چې هره شېبه یې د ويجاړېدو امکان شته.

د غور ولایت یوه سیمه ییز خبریال احمد شاه موحد ازادي راډیو ته وویل:

" په تیرو دوو ورځو کې سختو سېلابونو د جام څلی له ګواښ سره مخ کړی، جام څلي ته څېرمه یو کلینک دی چې هغه هم له بده مرغه د ویجاړېدو په حال کې دی، یو هوټل چې جام څلي ته د تلونکو کسانو لپاره جوړ شوی و، هغه هم یو څه تخریب شوی او لږ تر لږه تېره ورځ د جام څلی لس متره تر اوبو لاندې و چې له بده مرغه د طالبانو حکومت او یونسکو ورته هېڅ ډول پام نه دی کړی."

د منار جام شاوخوا ته رسېدلي سېلابونه

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اوسېدونکي اميرزاد مرشد ازادي راډيو ته وويل چې سېلابونه د منار جام دواړو خواوو ته چې د دوو درو تر منځ دی، په ډېر شدت راغلي دي.

"د هریرود سیند کې سېلابونه او د اوبو زیاتوالی، په داسې حال کې چې د جام څلی د دوو درو په منځ کې واقع دی او سېلابونه یې له دواړو خواوو په شدت تیریږي، د دې څلي د ویجاړېدو لامل به شي، زه د غور د یوه اوسېدونکي په توګه له ټولو مرستندویه او کلتوري بنسټونو دغو تاریخي ابداتو ته د پام غوښتونکی یم."

په غور ولایت کې یو شمېر فرهنګيان هم د دغه لرغوني څلي د نړېدو په اړه اندېښمن دي.

له دې ډلې ولي شاه بهره وايي چې نه اوس او نه هم د جمهوریت په دوره کې د دې څلي د ساتنې لپاره کافي اقدامات شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"اوس مهال د هغو عکسونو له مخې چې موږ ته رسېدلي، ډېرخواشیني شوو، که په دې برخه کې پر وخت او دقت اقدام ونه شي، ښايي د افغانستان د ځلانده تاریخ د دغه ویاړلي او ارزښتناکه اثر د تخریب او یا بشپړ ویجاړېدو شاهدان واوسو، که دا څلی راولویېد موږ به وړاندې تاریخ ته هېڅ ځواب ونه لرو."

ولي شاه بهره، فرهنګي کارپوه

په غور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې سېلابونو د جام څلی تخریب او له منځه تللو له ګواښ سره مخ کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی سیمې ته د څېړنو لپاره یو پلاوی هم لېږلی دی.

"هغه ټيم چې پرون د جام څلي د څېړنې لپاره ساحې ته لېږل شوى و، نن سهار راورسېد،هغوى به وګوري چې موږ څه کولاى شو او د هغوى د راپور له راوړلو وروسته به اقدام وکړو."

منار جام چې د هریرود سیند او د جام سیند تر منځ موقعیت لري، له ۶۳ مترو ډېر لوړوالی لري او په ۱۱۶۳ او ۱۲۰۲ میلادي کلونو کې د غوریانو په دوره کې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا جوړ شو.

دا څلی شاوخوا ٢٢ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (يونسکو) له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېر لمريز کال په هرات ولايت کې پرلپسې زلزلو د هرات جامع جومات، اختیار الدين کلا، منارونو او يو شمېر نورو تاريخي ځايونو ته زيانونه اړولي وو.