د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د یونسکو استازی او طالب پلاوی د جام منار وضعیت ارزولو لپاره غور ته تللي


د غورمنار جام
د غورمنار جام

د غور ځايي چارواکي وايي، له کابله د طالبانو د حکومت یو پلاوی چې د یونسکو استازی هم ورسره ملګری دی، د جام منار د وضعیت د ارزولو لپاره غور ته ورغلی دی.

دا منار چې د ډیلي له قطب مناره وروسته د نړۍ دوهم پخوانۍ د خښتو منار دی، د نړېدو له خطر سره مخامخ شوی دی.

د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست عبدالحی زعیم ازادي راډیو ته وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ، ښار جوړونې، د کلیو د پراختیا او یونسکو د استازو په ګډون پلاوي غور ته سفر کړی دی.

دی وايي: "د اسلامي امارت د لرغون پېژندنې ريیس ذبیح الله سادات د کلیو د پراختیا وزارت او نورو ادارو له یوه پلاوي سره چې د یونسکو استازی هم ورسره مل دی، غور ته راغلي دي."

د غور جام منار چې له څنګه یې سیند بهیږي، نه یوازې اوبو یې بنسټونه توږلي بلکې وروستۍ زلزلې لا نور زیانګالی کړی دی.

د غور منار جام
د غور منار جام

زعیم هم دې ټکي ته په اشارې وویل، وروستۍ زلزلې د دې منار د یوې اصلي برخې او هغه خښتې چې د دې منار د ساتنې لپاره اېښودل شوې وې غورځولي او اوبه یې لاندنۍ برخې ته تللي دی.

د لرغونو اثارو متخصصان وايي، د جام د تاریخي منار د ساتنې لپاره په اوسنیو شرایطو کې باید د منار شااوخوا ته قوي استنادي دیوالونه جوړ شي، څو دغه منار له سقوطه وژغورل شي او هغه تیږې چې تېرو سیلابونو د دې منار لاندنۍ برخې ته راوړې لیرې شي، بله د حل لاره دا ده چې د منار شااوخوا ته یوه داسې خوازه جوړه شي چې اوبه د دې جام لاندنیو برخو ته لاړې نه شي.

د غور یو فرهنګي نبي ساقي بیا وايي، د جام منار د ساتنې لپاره باید هغه ته نژدې د غټو موټرو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

جام منار په ۱۱۹۴ میلادي کال کې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا جوړ شو چې۶۳ متره لوړوالی لري.

دغه منار د شهرک په ولسوالۍ کې دی او په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو د فرهنګي او علمي سازمان له لوري د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل شو.

XS
SM
MD
LG