د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

منار څلي ته متوجې ګواښونه له‌منځه تللي او بیا رغول کېږي


جام لرغونی منار د نړېدو له خطر سره مخ دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

د منار جام ویډیو

منار جام یا جام څلی چې لرغونتیا یې شااوخوا ٨٠٠ کلونو ته رسېږي په‌دې وروستیو کې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه څلي د تخریب مخه نیول شوې او د بنسټیزې بیارغونې لپاره‌یې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې عملي کارونه پیلېږي.

د دغه وزارت مرستیال محمد رسول باوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۷» په‌دې اړه خبریالانو ته وویل: ​"هغه څه چې موږ پلان کې لرو دا دي چې د دې څلي د بنسټیزې بیارغونې لپاره به کارونه په جولای میاشت کې پیل شي، د دې لپاره یونسکو ادارې دوه میلیونه ډالر منلي او پاتې بودجه به‌یې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي، دغه منار به د درېیو کلونو په موده کې ورغول شي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري

جام څلی چې شااوخوا ٦٥ متره لوړالی لري د غوریانو د دورې یو یادګار دی.

په‌دې وروستیو کې د دې څلي شااوخوا سېلابونه راوتلي او د څلي استنادي دېوال‌يې تخريب کړى دى.

دا څلی په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» له‌خوا د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوم‌لړ کې ثبت شوی دی.

له دې سره د چارو ځيني پوهان وايي، که د جام څلی د اساسي بیارغونې لپاره کار ونه‌شي د دې جام د نړېدو امکان شته.

د چارو پوه عمرا خان مسعودي وايي: ​"د منار جام د تحکیماتو لپاره باید اساسي لارې ولټول شي، مسلکي پلاوی ولاړ شي، موجوده حالت‌یې وڅېړي، څو نور زیانونه ورته ونه‌رسېږي."

د چارو پوه عمراخان مسعودي
د چارو پوه عمراخان مسعودي

تر دې وړاندې د غور ولایت چارواکو هم ویلي وو، که د دغه لرغوني څلي لپاره اساسي اقدام ونه‌شي، ممکن تر راتلونکي کاله پورې ونړېږي.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده مخکې ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته امر کړی و چې له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په هم‌غږۍ د منار جام د بیارغونې لپاره زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG