د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

غور کې 'منار جام' ړنګیږي؛ فرهنګیان: بیارغولو ته یې جدي اقدام وکړئ


په غور کې منار جام
په غور کې منار جام

د غور ولایت اوسیدونکی احمد شا موحد چې تازه یې د منار جام د لیدو فرصت موندلی وايي، ناامنیو د افغانستان په لویدیځ کې د دې برج لیدل، مینه والو ته په یو خیال بدل کړی وو.

احمد شا د منار جام چې د نړۍ په کچه له خښتو جوړ شوی دوهم دنګ منار دی چې اوسني وران ویجاړ وضعیت دی اندېښمن کړی دی.

منار جام د افغانستان یو مهم تاریخي څلۍ او د یونېسکو په لړلیک کې ثبت برج دی.

احمد شا وايي، په تېرو دوو لسیزو کې یوازې یو ساتونکی دیوال د دې برج په لاندینۍ برخه کې جوړ شوی چې هغه هم بسنه نه کوي.

هغه چې په خپلو سترګو یې لیدلی وايي، د دغه برج دننه برخه کې هم یو درز پیدا شوی چې ژر رغېدو ته اړتیا لري: "منار په داسې حال کې دی چې سخت زیان ور رسېدلی، تېرو کلونو کې پخواني حکومت او یونېسکو چې دا ورسره ثبت دی، هېڅ هم نه دي کړي او دا د دې لامل شوی چې منار له هر بل وخته زیات د ویجاړېدو په لور ولاړ شي."

د غور ولایت له سقوط مخکې یو ځانګړي امنیتي ټیم چې د تاریخي اثارو له ساتنې سره بلد وو، د دې تاریخي برج ساتنه کوله، خو د سیمې خلک وايي چې اوس هېڅ څوک هم نشته.

د غور منار
د غور منار

په غور ولایت کې یو مدني فعال وايي، د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه، د موټرو تګ راتګ او د دې برج شااوخوا د څاګانو ایستل هغه لاملونه دي چې ورځ تر بلې د منار جان شتون له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دی وايي: "موږ هیله لرو چې طالبان ژر تر ژره د منار د ساتلو او بیارغولو لپاره یو ټیم راولېږي چې څومره هم بې غوري کېږي، د منار د ړنګېدو ګواښ زیاتوي."

په نوي ډهلي کې له 'قطب منار' څخه وروسته منارجام د نړۍ په کچه له ښختو جوړ دوهم برج دی.

منار جام په ۱۱۹۴ میلادي کال کې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا جوړ شو چې۶۳ متره لوړوالی لري.

دغه برج د هریردو او جام سیندونو څخه ۶۴کیلو متره لېرې د شهرک په ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د یونېسکو د فرهنګي او علمي سازمان په لړ لیک کې ثبت شو.

لرغونپوه نېک محمد مستمند چې له دې برجه یې تازه لیدنه کړې وضعیت یې د اندېښنې وړ ښيي: "موږ له یونېسکو او د افغانستان له اوسني حکومته غواړو چې سیمې ته یو پلاوی واستوي او د دې منار د بیارغېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دوی باید د دې منار هغه بهرني اړخونه سم کړي او زینو یې هم لوی-لوی درزونه کړي او مهمه دا چې شمال خوا ته لږ کوږ شوی هم دی."

خو طالبان وايي چې یونېسکو د دې برج په رغولو او ساتلو کې عملي ګام نه دی پورته کړی.

په غور ولایت کې د طالبانو فرهنګي مسوول عبدالحي زعیم له یونېسکو غواړي چې منار جام د رغولو لپاره د ۲ میلیونه ډالره شوې ژمنې په برخه کې اقدام وکړي، څو دغه جام له نړېدو خوندي شي.

زعیم وايي: "له وزارت او د منار جام له مسول سره مې خبرې شوي، تر اوسه داسې یو مثبت ګام نه دی پورته شوی چې منار جام پرې ورغول شي، هغه بودجه چې یونېسکو موږ سره وعده کړې، زموږ په واک کې نه ده راکړل شوې چې دغه منار پرې جوړ کړو."

غور د افغانستان یو له غرنیزو او سړو ولایتونو څخه دی. په دې ولایت کې د ژمي په موسم کې سختې واورې کېږي.

د احمد شا موحد په ګډون د غور ولایت ګڼ شمېر اوسیدونګي خبردارۍ ورکوي، که د منار جام د رغولو لپاره ژر تر ژره او د واورې له ورښت مخکې رغنیز مواد انتقال نه شي، لېرې نه ده چې دغه برج به په نږدې راتلونکي کې نور هم ویجاړ او د ړنګېدو ګواښ یې ډېر شي.

XS
SM
MD
LG