د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د نړۍ دویم له خښتو جوړ منار 'منار جام' د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی


منار جام 
منار جام 

د نړۍ دویم له خښتو جوړ منار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی عبدالحی زعیم وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې ورستۍ زلزلې چې مرکز یې د بادغیس ولایت ښودل شوی و د دغه هېواد یوه لرغونې اثار چې د منار جام دی له پخوا زیات ړنګېدو ته نږدې کړی.

هغه له ازادي راډيو سره په خبر وکې وویل، وروستۍ زلزلې د دې منار د یوې برخې اصلي او هغه خښتې چې د دې منار د ساتنې لپاره اېښودل شوې وې غورځولي او اوبه ددې منار لاندنې برخې ته تللي.

زعیم وایي:" د منار جام د ساتنې لپاره په اوسنیو شرایطو کې اساسي لاره دا ده چې د دې جام شااوخوا ته ښه قوي استنادي دیوالونه جوړ شي ترڅو دغه جام له سقوطه وژغورل شي او هغه تیکې چې تېرو سیلابونو د دې جام لاندنۍ برخې ته راوړي لرې او د منار د بېرته جوړېدو لپاره کار وشي، بله د حل لاره دا کېدای شي چې د منار شااوخوا ته یوه داسې خوازه جوړه شي چې اوبه د دې جام لاندنیو برخو ته لاړې نه شي. "

د منار جام داخلي برخه
د منار جام داخلي برخه

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنک رئیس همدا راز د یونسکو له سازمانه غواړي چې د دې منار د ساتنې لپاره لاس په کار شي او هغه دوه نیم میلیونه ډالره یې چې منار د رغېدو لپاره ځانکړي کړي و هغه دې د دوی په اختیار کې ورکړي.

له دې سره هم مهاله د غور ولایت یو شمېر فرهنګیان بیا ددې منار د ساتلو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

ددې ولایت یو فرهنګپال نبي ساقي:" په اوس وخت چې کوم کارونه موږ د دې جام د ساتنې لپاره کولای شو یو یې په دې سیمه کې د غټو موټر د تګ راتګ مخه نیول دي، دویم هغه هیلېکوپټرې چې له دې ساحې تیریږي باید لوړوالی یې ټېټ نه وي او په دې ورستیو کې ځیني خلک د دې جام لېدو ته راځي او تر ۴۰متره لوړوالي پورې د دې جام دننه ښته او پورته کېږي، هر هغه ګام چې د لېدونکو له خوا پورته کېږي د دې جام د لړزېدو سبب کېږي، موږ له مسوولینو غواړو چې د خلکو د تګ او راتګ مخه دې د جام دننه ونیسي."

نیک محمد مستمند چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې له دې جام لېدنه کړې وايي، تراوسه هېڅ چا هم د یونسکو په ګډون د دې جام د ساتنې لپاره کار نه دی کړی.

په بادغیس کې وروستیو زلزلو منار جام د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړی
په بادغیس کې وروستیو زلزلو منار جام د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړی

مستمند وایي:" زه چې درې میاشتې وړاندې هتله لاړم د دې جام ځینې برخې ویجاړې شوې وې او په تېرو کلنو کې هم د دې جام ځینې برخې غورځیدلې وې، دا یو نه منونکي ضایعه ده او هېڅ څوک یې د بیا ځلې جوړېدو توان نه لري، یونسکو وايي چې موږ په تېرو شلو کلنو کې دا مطالعه کړې او د ساتنې لپاره یې اقدام کوو خو هېڅ هم ونه کړه."

نوموړی وايي، د دې جام د ساتنې لپاره باید عملي ګامونه پورته شی.

دوه کاله وړاندې یونسکو هغه استنادي دیوالونه او یو هوټل چې د دې جام تر څنګ یې جوړ کړی و سیلابونو ویجاړه کړه او اوبه د دې جام لاندنې برخې ته نږدې شوې چې دغه جام یې له ګواښ سره مخ کړ.

تېر حکومت او یونسکو د دې جام د ساتنې لپاره ځیني ژمنې کړې و خو په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنک رئبس په وینا یوازې د استنادي دیوالونو ژمنه یې پوره شوې او نورې ژمنې په خپل ځای پاتې.

منار جام ته نږدې د یونسکو د پروژې جزئیات
منار جام ته نږدې د یونسکو د پروژې جزئیات

په نوي ډهلي کې له 'قطب منار' څخه وروسته منارجام د نړۍ په کچه له ښختو جوړ دوهم برج دی.

منار جام په ۱۱۹۴ میلادي کال کې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا جوړ شو چې۶۳ متره لوړوالی لري.

دغه برج د هریردو او جام سیندونو څخه ۶۴کیلو متره لېرې د شهرک په ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو د فرهنګي او علمي سازمان په لړ لیک کې ثبت شو.

XS
SM
MD
LG