د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تاییدوي چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې دغه شان په دې سېلابونو کې دوه زره او ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زر څاروي هم له منځه تللي دي.