افغانستان کې پر موسېقۍ بندیز؛ یو شمېر افغان سندرغاړي په نورو هېوادونو کې اختریز کنسرټونه لري

افغان سندرغاړې مېرمن نغمه

یو شمېر افغان سندغاړي وايي، په بېلابېلو هیوادونو کې د اختر په ورځو کې ځانګړي کنسرټونه او هنري پروګرامونه لري.

افغان سندغاړي وايي، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو هېوادونو کې ځانګړي اختریز کنسرټونه او هنري پروګرامونه لري.

د دوی له ډلې مهدي فرخ ازادي راډیو ته وویل: "اختر دې ټولو ته مبارک وي، زه د اختر په شپه پروګرامونه لرم، په سویدڼ کې، پلازمېنه کې او یوتبري ښار کې، دوه کنسرټه ۱۲ او ۱۳ لرم."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې موسېقي منع او یو شمېر وسایل یې د دوی لخوا سوزول شوي

په ورته وخت کې په امريکا کې مېشته افغانه سندرغاړې نغمه هم وايي، په اختر کې له نورو سندغاړو سر یو ځای اختریز کنسرټ لري.

هغه وايي: "د اختر په څلورمه شپه مې کنسرټ دی په سانتیاګو کې، نور هنرمندان هم ماسره دي، زه یوازې نه یمه."

ټاکل شوې د افغانستان مشهور سندرغاړی جاوېد امیرخېل هم د اختر په دویمه پنجشنبه په قطر کې کنسرټ ولري.

نوموړى چې په پاکستان کې هم ډېر مينه‌وال لري، ازادي راډيو ته يې وويل چې دا کنسرټ به يې د "جنت افغانستان" په نوم د ابادۍ او د ارزښتونو د يادولو له پيغام سره تر سره شي.

هغه وايي: "زموږ له دې کنسرټ څخه موخه دا ده چې د سندرو له لارې د ابادۍ پيعام خپلو هېوادوالو په ځانګړې توګه ټولو پښتنو او مسافرو ته ورسو تر څو د وطن مينه او ارزښتونه د هغوى په زړونو کې ژوندۍ کړو او دا خبره د هنر شعر او موسيقۍ له لارې وکړو."

افغان سندرغاړی جاوېد امیرخېل

پخوا به د اخترونو په ورځو کې د افغانستان په ملي او خصوصي رسنیو کې د موسیقۍ په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېدې، خو اوس د طالبانو حکومت په هېواد کې د موسیقۍ پر غږولو، خپرولو او اورېدلو بندیز لګولی او ډېری هنرمندان او سندرغاړي له افغانستانه وتلي دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په اوړي کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ په سلګونه زده کوونکي، استادان او کارکوونکي له هېواده ووتل، لومړی قطر او بیا پرتګال ته ولاړل.