د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

په کابل کې د افغان، پاکستاني، تاجکي او هندي سندرغاړو د سولې په نامه کنسرت


د کابل په بابر بڼ کې د سولې تر عنوان لاندي کنسرټ به نن د دویمي ورځې لپاره دوام وکړي.

په دې کنسرټ کې د افغاني سندر غاړو ترڅنګ یو شمېر پاکستاني، هندي، تاجکي، سندرغاړي هم خپلو سلګونو مینوالو ته سندري وړاندي کوي.

د کنسرټ جوړوونکي وايي چې؛ د دې کنسرټ د جوړولو هدف د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې ټینګښت دی.

د کابل بابر بڼ نن د دویمي ورځي لپاره د هغو وتلو سندر غاړو کوربه دی چې؛ غواړي خپلو سلګونو مینوالو ته سندري وړاندې کړي.

د دغه کنسرت لومړۍ ورځ یوازې ښځینه نندارچیانو ته ځانګړی شوی وو، چې په سلګونو ښحې ورته راغلې وې.

تیره ورځ په دې کنسرت کې سربېره پر افغان یو شمېر پاکستانیو، تاجکسانیو او هندي سندرغاړو هم ګډون کړی و. زیک اپریدي، اریانا سعید، بیژن ظفرمل، بیګم ایکس خپلې سندرې اورولې .

په کابل کې د ځوانانو راډيو مسوول او د دې کنسرټ جوړونکي عارف احمدي ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دې کنسرټ یواځنی هدف د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې ټینګښت دی.

"دغه کنسرټ چې تاسې يې ګورئ هدف يې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او یواوالي ټینګښت دی، موږ دغه کنسرټ د سولې په برخه کې ګټور بولو او انشاء الله دا به د سیمې د هېوادونو ترمنخ د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام وي."

نوموړي وویل، یواځې هنر دی چې، سرحد نه پیژني او کولای شي چې؛ له دې لارې د سولې پیغام خلکو ته ورسوي.

ښاغلي احمدي وویل چې، د یکشنبې په ورځ به دا کنسرت پای ته ورسیږي.

له پاکستان نه راغلی سندر غاړی زیک ابریدی وايي؛ هوډ لري چې، د هنر له لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.

نوموړي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل:

"هغه مهال چې د دې کنسرټ په اړه ماته معلومات راکړل شول؛ د لومړي ځل لپاره زه ډير خوشهاله شوم چې؛ موږ غواړو د خپلو سندرو له لارې خلکو ته د سولې پیغام ورکو؛ دا به د سولې پیغام هرې خواته خپور کړي او ګټور به ثابت شي."

نوموړي وویل چې، دا ډول کنسرټونه د خلکو ترمنځ د سولې پیغام خوروي.

د شنبې په ورځ چې دغه کنسرټ یواځي میرمنو ته ځانګړی و چې؛ سلګونو ښځو په کې ګډون کړی و.

د کنسرټ یوه مینواله نازنینه وايي چې؛ په اختر کې دومره خوشحاله نه وه چې؛ په دې کنسرټ کې خوشحاله شوه او د سولې او یووالي په اړه ښکلي سندرې يې واورېدلې.

له دې وړاندې هم د سولې تر عنوان لاندې دا ډول کنسرټونه جوړ شوي دي.

یو شمېر خلک په دې اند دي چې، د افغانستان خلکو ته د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې د پيغامونو رسول د دې لپاره ګټور دي چې؛ په دغه هېواد کې زيات شمېر خلک نالوستي دي او د هنر له لارې د سولې پیغام ښه نتیجه لري.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG