د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

اریانا سعید: کنسرټ مې لغوه شوی نه دی، د تر سره کېدو ځای یې بدلون موندلی


افغان سندرغاړې اریانا سعید.
افغان سندرغاړې اریانا سعید.

افغان سندرغاړې اریانا سعید وايي، د خپلواکۍ د ورځې په اړه کنسرټ د غازي سټېډیوم پر ځای د کانټیننټال هوټل مخې ته جوړوي.

د دې کنسرټ تنظمونکي وايي، دا پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې د کابل امنیتي چارواکو ورته وویل، په غازي سټېډیوم کې د دې کنسرټ امنیت نه شي تضمینولی.

وروسته له هغې چې د کابل ګارنېزیون سرپرست قوماندان وویل، په غازي سټېډیوم کې د اریانا سعید د موسیقۍ د کنسرټ امنیت نه شي ساتلی، د دې کنسرټ جوړونکو اوس د کنسرټ لپاره د کابل د د انټرکانټیننټال هوټل مخه انتخاب کړې ده.

سندرغاړې اریانا سعید د جمعې په ماښام پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي ویډیويي پیغام کې وویل چې د کنسرټ ځای بدل شوی خو لغوه شوی نه دی.

نوموړې وايي، پلان یې دا و چې په غازي سټېډیوم کې به د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت کنسرټ ورکوي، خو کله چې امنیتي ادارو ورسره تماس ونیوه، نو اړ شول چې د کنسرټ ځای بدل کړي.

افغان سندرغاړې اریانا سعید.
افغان سندرغاړې اریانا سعید.

نوموړې زیاته کړه:

"تر پرون ورځې پورې زموږ پلان همدا و، تر هغې چې امنیتي ادارو راسره تماس ونیوه، او راته وویل شول چې د کنسرټ پر مهال امنیتي ګواښونه زیات دي او دا چې غازي سټېډیوم یو پرانیستی ځای دی او د داسې یو ځای کنټرول او امنیت ستونزمن دی، دا یو داسې خطر و چې هېڅ چا پر غاړه نه شو اخیستلی."

د اریانا سعید د پروګرامونو تنظیمونکي حسیب ساعد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارو له دوی وغوښتل چې په یو تړلي ځای کې دې دا کنسرټ جوړ کړي چیرې چې به یې امنیت ټینګول اسانه وي، نو له همدې کبله دوی اوس د دې کنسرټ لپاره د انټرکانټیننټال هوټل مخه انتخاب کړه.

نوموړی وايي، که کنسرټ په غازي سټېډیوم کې وی نو دوی تمه لرله چې تر شل زرو پورې ټیکټونه به وپلوري، خو اوس یې چې دوی په کم شمېر خلک ځایولی شي:

"خو اوس چې ځای بدل شو، موږ فکر کوو چې له درې زرو تر پنځو زرو پورې کسانو ته ښايي ځای ولرو، هغوی ته هم څوکۍ نه ږدو او کنسرټ ته راغلي کسان به ولاړ وي، د ښځو او سړیو ځایونو به له یو بله بیل وي، په دوه طرفونو کې به وي."

اریانا سعید وايي، کنسرټ به یې نن شنبه څلور بجې پیل شي او د تر ناوخته به دوام وکړي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال افضل امان ازادي راډیو ته وویل، دوی د کنسرت له جوړېدو سره کوم مخالفت نه لري، خو په یوه بوخته ورځ یې په غازي سټېډیوم کې امنیت ساتل ستونزمن و.

جنرال افضل امان
جنرال افضل امان

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له کنسرټونو سره کوم مخالفت نه لرو، یوازې هغوی پیشنهاد کړی و چې په غازي سټېډیوم کې غواړي کنسرټ جوړ کړي، خو دا چې ګواښونه موجود وو نو موږ له غازي سټېډیوم سره موافق نه وو، دوی که بل ځای ته دا کنسرټ انتقال کړي، موږ ورسره کوم مخالفت نه لرو."

د افغانستان د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې په مناسبت د اریانا سعید دا کنسرټ له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د بحث موضوع وه.\

خپله اریانا سعید او مینه وال یې د کنسرټ جوړولو ته ژمن دي، خو ځینې کسان بیا نه غواړي چې دا کنسرټ جوړ شي او ځینو خو په ټولنیزو رسنیو ګواښونه او خبرداري هم ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG