د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

فرهاد دریا د ماشومانو ورځ د کنسرټ په ترسره کولو ولمانځله


له ماشومانو نه د ملاتړ نړیوالې موسسې د ماشوم د نړیوالې ورځې د لمانځلو په ویاړ یو کنسرټ جوړ کړی و.

دغه کنسرټ په داسې حال کې جوړیږي چې د دې بنسټ مسؤلین وايي، اوس هم په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان سخت یا شاقه کارونه کوي.

د دې موسسې ویاندې زبیدې اکبري ازادي راډیو ته وویل چې له دې ماشومانو باید ساتنه وشي:

"موږ غوښتل د دې پروګرام له لارې د ماشومانو د سختو کارونو په اړه یو پیاوړې غږ پورته کړو، ماشومان اړ دي چې خپل کور لپاره ډوډۍ پیدا کړي، په داسې حال کې چې باید ماشومان زده کړې وکړي، ماشومان باید ښه روغتیا ولري او ماشومان باید وساتل شي."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، یو اعشاریه دوه میلیونه ماشومان په هېواد کې په سختو کارونو بوخت دي او تېرکال شاوخوا دوه میلیونه ماشومان د بېلابېلو لاملونو له امله له زده کړو بې برخې و.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د پنځه شپیته فیصده کورنيو مصارف د ماشومانو په غاړه دي او اوس هم نږدې درې میلیونه ماشومان په افغانستان کې له ناوړه حالت سره مخ دی.

په همدې حال کې هغه ماشومانو چې په دې کنسرټ کې یې برخه اخېستې وه ازادي راډیو ته وویل، د ماشوم د نړیوالې ورځ دغه ډول لمانځنې ډیر په زړه پورې دي او دوی ته باید ډیره پاملرنه وشي.

دوه تنه ماشومان یوسف او سعدیه وايي:

"ډېر یو ښه پروګرام و، ښاغلي فرهاد دریا ډیرې ښې ښې سندرې وویلې، تل غواړم د ماشوم ورځ ونمانځل شي او ماشومانو ته باید ډېر ارزښت وکړو.

هیڅ مې په ژوند کې د ماشوم ورځ په دغه ډول خوښیو سره نه وه نمانځلي، نن په رښتیا هم ډېره په زړه پورې تېره شوه، له ښاغلي فرهاد دریا نه مننه چې موږ يې دومره وهڅولو، موږ ته یي وویل چې تاسې په خپلو کورنیو حق لري چې په تاسې کار ونه کړي او تاسې د تعلیم حق لری."

دغه ماشومان په داسې حال کې د ماشوم نړیوالې ورځې ته خوښ دي چې زیات شمېر افغان ماشومان له دغې ورځې نا خبره او د سړکونو تر څنګ په سختو کارونو بوخت دي.

له بلې خوا د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا له رسنیو سره په خبرو کې و ویل له ماشومانو نه باید د سختو کارونو په ترسره کولو کې کار وانخیستل شي.

لوی مسولیت د هېواد د خپله مسؤلین دی چې هغوې باید دې ته پام وي چې یو ماشوم سخت کار ترسره نه کړي، یو لوی مسؤلیت د یو ستړي او ناتوانه ماشوم په غاړه کینه ږدي.

فرهاد دریا له دې وړاندې هم یو شمېر ګټور کارونه د افغانستان د ماشومانو لپاره تر سره کړي دي.

د ماشومانو له نړېوالې ورځې او د ماشومانو د سختو کارونو سره د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې ناامنیو، بې وزلۍ او بې کارۍ په افغانستان کې ډیر شمېر کورنۍ اړ کړي څو د خپلو لګښتونو په هدف له توانه پورته ډول ډول کارونه په ماشومانو وکړي او هغوې د زدکړو له نعمته بې برخې شي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG