د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

فرهاد دریا: دهنر په ژبه د انتخاباتو په اړه فعالیتونه پیل کړي دي


د ملګرو ملتو د سولې سفير فرهاد دريا
د ملګرو ملتو د سولې سفير فرهاد دريا
افغان سندرغاړى فرهاد دريا وايي چې انتخاباتو ته د خلكو د هڅونې او ملي يووالي لپاره يې په مركز او ځينو ولايتونو كې خپل كنسرټونه پيل كړي دي.

فرهاد دريا خپل دا كنسرټونه وړيا وړاندې كوي.

هغه سندرغاړى چې په دې وروستيو كلونو كې يې د ملي يووالي لپاره ډېرې سندرې ويلي په كابل كې يې د يكشنبې په ورځ په يوه غونډه كې وويل غواړي په دې توګه انتخاباتو ته د خلكو د هڅونې لپاره خپل رول ولوبوي.


دريا له خلكو وغوښتل چې د انتخاباتو په ورځ دې له غور څخه كار واخلي او دقيق دې وي.

فرهاد دريا تېره اوونۍ په ننګرهار، په دې اوونۍ كې يې په بلخ ولايت كې خلكو ته وړيا كنسرټونه وړاندې كړل. ټاكل شوې ده ډېر ژر يې بل كنسرټ په كابل كې جوړ كړي.

فرهاد دريا په خپلو وطني سندرو سره د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د سولې د سفير لقب ګټلى دى.
XS
SM
MD
LG