د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

سمنګان کې د علماو شورا له‌خوا یوه علمي-فرهنګي جشنواره لغوه شوه


په سمنګان ولایت کې چې لیرې پروت او تقریباً له ډېرو پراختیايي پروژو بې‌برخې ولایت دی د ښځو لپاره په پام کې نیول شوی کنسرټ، مشاعره او نور تفرېحي پروګرامونه ترسره نه‌شول.

د دغې جشنوارې پلانوونکي ډاکتر سمیع حامد ازادي راډیو ته وویل چې د سمنګان ولایت د ده په خبره ځینو "ملایانو" د دوی د کارونو مخه ونیوله او ګواښ‌یې وکړ چې د کنسرټ او نجونو د لوبو په ترسره کېدو سره به لاریون وکړي.

شاعر او د سمنګان د جشنوارې ترسره کوونکی ډاکتر سمیع حامد وویل:

"د جشنوارې د لغوه کېدو دلیل له موسیقۍ سره په مجموع کې او د نجونو د بایسکل چلوونکو د ملي ټیم د سیالۍ په وړاندې د سمنګان د ځینو ملایانو مخالفت و."

تمه وه دا جشنواره د سې شنبې له ورځې پیل شوې وی او تر شنبې ورځ‌یې دوام کړی وی.

د موسیقي د کنسرټونو تر څنګ چې یوه افغان سندرغاړې سیتا قاسمي وربلل شوې وه او نور محلي سندر غاړو هم کنسرټونه ورکول، مشاعرې، انځورګري، د نجونو د بایسکل چلونې لوبې او ګڼې نورې تفرېحي برخې په دې جشنواره کې شاملې وې.

د سمنګان ولایت د ښځو د چارو رئیسه خدیجه حسني وايي، له دې سره له مشورې پرته دا جشنواره لغوه شوې ده.

هغې وویل، دا جشنواره د سمنګان ولایت د ښځو د پرمختګ لپاره یوه زمینه وه چې د ترسره کولو مخه‌یې نیول شوې ده.

  • خو پوښتنه دلته ده چې د سمنګان د عالمانو شورا ولې دې جشنوارې ته اجازه نه‌ده ورکړې؟

د سمنګان ولایت د عالمانو شورا رئیس مولوي خیر محمد دا پوښتنه داسې ځوابوي:

"ځينې برخې یې غیر شرعي وې. ښځې یې راوستې وې د نارینه‌و په منځ کې یې کنسرټ ورکاوه. بایسکل چلوونکې نجونې یې راوستې وې. له کابله‌یې سندرغاړې راوستې وې. موږ وویل چې دا برخې لیرې کړئ او جشن مو ونیسئ، خو چې ویې نه‌منله جشنواره لغوه شوه."

په سمنګان ولایت کې د موسیقۍ او نورو تفرېحي پروګرامونو د جشنوارې لغوه کول یا ورسره مخالفت کوم بې‌مخینې کار نه‌دی.

تر دې مخکې په بامیان ولایت کې د دمبورې جشنوارې مخالفت هم شوی و.

په بامیان کې د دمبورې له جشنوارې سره د مخالفت تر څنګ دا جشنواره ترسره شوه.

که څه هم په افغانستان کې له موسیقۍ په تېره بیا ښځینه سندرغاړو سره مخالفتونه زیات دي، خو بیا هم ګڼې ښځینه سندرغاړې سندرې وايي او کنسرټونه ورکوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG