د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجک یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده.
که څه هم له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین ترمنځ رسمي اړیکه نهده رامنځته شوې، خو د دغه دهلېز اهمیت د افغانستان لپاره مهم بلل کېږي.
د واخان دهلیز ولې مهم دی؟
د اقتصادي چارو کارپوه او د اقتصادي همکاریو د غړو هېوادونو د سازمان یا ایکو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې پخوانی رییس اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل: "دا دهلېز د ورېښمو د لویې لارې د بدلېدو نقطه وه چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا او ختیځه اسیا له لوېدیځې اسیا سره په لږ واټن کې نښلوي او هغه تمدن چې په بدخشان او تخارستان کې و، د چین، مصر، یونان او ایران د تمدنونو د تبادلې له برکته و چې پر بنسټ یې ویلای شو چې د واخان دهلیز یو له مهمو لويو نښلېدونکو لارو څخه و، خو د چین د کمونیستي او پخواني شوروي اتحاد له تاسیس وروسته کله چې د اوسپنې دېوال جوړ شو، دا لاره ناکامه شوه."
حافظي پهدې باور دی چې اوس وضعیت بدل شوی دی.
هغه وايي: "خو اوس چې پولې یو ځل بیا پرانیستل شوې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ازادي ترلاسه کړې، له خپلو ګاونډیانو سره د معاملې حق لري او چین د تړلو دروازو له تګلارې ډډه کړې ده. دا لار کولای شي خپل تاریخي اهمیت بېرته وساتي او د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره چې په دغو سیمو کې ژوند کوي د عاید یوه بډایه سرچینه شي."
افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.
دغه دهلیز له شمال څخه تاجکستان، له جنوب څخه پاکستان او له ختیځ څخه چین سره نښلول شوی دی.
د بريتانيا د انډيپينډینټ ورځپاڼې د راپور لهمخې، د واخان دهلیز په شاوخوا کې قرغزي لږکيان ژوند کوي چې نفوس يې په ٢٠١٥ کال کې شاوخوا لس زره تنه اټکل شوى دى.
پهدې راپور کې ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي تاجکستان ته کډه شوي او ویل کېږي چې یو شمېر یې قرغزستان ته هم لېږدول شوي دي.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو ازادي راډیو خبریال رید ستاندیش پهدې باور دی چې د دې دهلیز د نه فعالېدو یو لامل یې جغرافیایي موقعیت دی.
هغه وايي: "دا سيمه ډېره محرومه او په لوړه ارتفاع کې ده، چېرته چې دا مهال د باور وړ زیربنا شتون نهلري. دغې سیمې ته تل لهدې نظره کتل شوي چې څنګه به کابل له چین سره د لوړو غرونو له لارې ونښلوي او دا خبره تل د افغانستان او چین د پالیسي جوړونکو په ذهنونو کې مطرح شوې ده."
له څو کلونو راهیسې د افغانستان او چین تر منځ د سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ټولګټو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې وویل چې د دغه سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري او پنځلس سلنه پرمختګ هم پهکې شوی دی.
دغه وزارت هغه مهال ويلي وو چې دغه جغلي سړک د بدخشان د پامير له "بزهای ګنبد خورد" له سيمې پيلېږي او د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ تر پايه غځېږي.
خو ویل کېږي چې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ سره د دغه سړک کار ودرول شو.
چین په تېره کې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بياځلي راتګ سره یو له هغو د ګوتو په شمار هېوادونو څخه و چې په کابل کې یې خپل سفارت ونه تاړه او په پیکنګ کې یې د افغانستان سفارت هم د طالبانو استازو ته په واک کې ورکړ.
خو چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
یو له هغو موضوعاتو چې د طالبانو حکومتي چارواکي تل پرې ټینګار کوي د واخان دهلیز پرانیستل او له چین سره په رسمي ډول د افغانستان نښلول دي.
په چین کې د طالبانو د حکومت سفیر محی الدین سادات د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې وویل چې د واخان دهلیز له لارې د تګ راتګ د پیل په اړه يې له چینايي چارواکو سره اوږدې خبرې کړې دي.
بیا د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د طالبانو حکومت رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل چې د بدخشان په واخان کې له چین سره د مستقیم نښلېدو لپاره د سړک د جوړولو کار پیل شوی دی.
له دغو څرګندونو دوه اوونۍ وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو حکومت والي محمد ایوب خالد ادعا وکړه، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د دغه ولایت سړک واخان ولسوالۍ په رسمي ډول له چین سره ونښلوي.
خو اذرخش حافظي وايي چې د واخان دهلېز د جوړولو ډېری چارې د جمهوري نظام پر مهال ترسره شوې وې.
هغه وايي: "مخکې په افغانستان کې د واخان دهلیز لوی سړکونه جوړ شوي، د بېلګې په توګه، د تخار-بدخشان سړک، د بدخشان له مرکز څخه بهارستان ولسوالۍ او له بهارستان څخه تر اشکاشم پورې، ټول په لوړ معیار جوړ شوي دي. د دغه سړک لږه برخه پاتې وه، چې ۴۵ کیلومتره وه، پلان او طرحه يې هم جوړه شوې وه او اوس د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې دغه کار هم د بشپړېدو په حال کې دی."
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو د نښلولو موضوع یوازې د سړکونو په جوړولو پورې نه ده محدوده او زياتوي.
هغه زیاتوي: "تاسو پوهېږئ چې د يوې لارې نښلول یوازې د سړک په جوړولو پورې محدود نهدي، پهدې کې د بندرونو، ګمرکونو او نورو تاسیساتو جوړولو لپاره نړیوالو او دوه اړخیزو تړونونو ته اړتیا ده، چې لهدې پرته سوداګري شونې نهده."
طالبان د واخان له دهلیز څه غواړي؟ آیا د واخان دهلیز له لارې له چین سره د طالبانو د نښلولو هدف اقتصادي وده ده او که تبلیغاتي اړخ دی؟
د ازادې اروپا/ازادي راډيو خبريال ريد ستاينش پهدې اړه وايي: "که موږ د چین اړوند لور ته وګورو نهدی پرانيستل شوی، چین لا تر اوسه د ګمرک کنټرول نهدی رامنځته کړی ځکه چې دا د هغه هېواد لیرې پرتې سیمه ده. زه فکر کوم چې د طالبانو او چین ترمنځ یو ډول جالبه اړیکه جوړه شوې ده. طالبان بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ ته اړتیا لري، چین د نړۍ د دویم ستر اقتصاد په توګه د افغانستان په ګاونډ کې دی او له دغه هېواد سره سوداګري د طالبانو لپاره منطقي ښکاري."
په ورته وخت کې د سياسي چارو پوه طارق فرهادي وايي، د واخان دهلیز ګټې د چین په پرتله د افغانستان لپاره ډېرې دي نو لههمدې امله طالبان پرې ټینګار کوي.
فرهادي وویل: "د چین لپاره دا مهمه نهده چې له افغانستان سره يوه لار ولري، ځکه هغوی له ټولې نړۍ سره د ټرانزیټي لارو له لارې سوداګري کوي، خو د افغانستان لپاره دا ډېره مهمه ده چې له یوه ګاونډي سره چې د نړۍ یو له اقتصادي زبرځواکونو څخه دی، بله ټرانزیټي لار پرانېزي. د واخان دهلیز فعالیت یوازې د طالبانو په ګټه نهدی، بلکې د افغان کروندګرو لپاره هم دی او په دې هېواد کې هر حکومت چې په واک کې وي، باید همدا غوښتنه مطرح کړی."
ډیپلومات مجلې هم د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې راپور ورکړی و چې د واخان دهلیز د پام وړ پانګونې ته اړتیا لري ترڅو د یوې باثباته او دوامدارې سوداګرۍ پر لارې بدل شي.
په دغه راپور کې راغلي چې دغه لرغونی دهلیز په کال کې یوازې د پنځو میاشتو لپاره کارول کېدی شي او ان د يادې لارې په جوړولو کې د چینایي مهارتونو سره سره، د دې لارې جوړول لسګونه ملیارد ډالرو او امنيتي پلان ته اړتيا لري چې پيکېنګ يې د لګښت او ګټې له تحليل پرته د ترسره کولو لېوالتيا نهلري.
اذرخش حافظي هم د ديپلوماټ مجلې راپور تاييدوي او وايي: "د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ تر ټولو لنډه لار د واخان دهلیز دی، مثلاً که ايران وغواړي مرکزي اسيا ته يو جنس ولېږدوي، له اسلام کلا څخه تر کابله یوازې ۱۲۶۰ کیلومتره واټن لري. او ۴٠٠ کيلومتره يې بل لوري ته ده چې بايد ١٧٠٠ کيلومتره يې په افغانستان کې دننه تېر شي، خو د واخان دهلیز د ١١٠ کيلومترو په واټن منځنۍ اسيا له سوېلي اسيا سره نښلوي چې دا له يوې ولسوالۍ نه، تر بلې ولسوالۍ پورې واټن نهدى."
حافظي زیاتوي، که افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره ونښلول شي، دا به د دغه هېواد لپاره لویه سوداګریزه لاسته راوړنه وي.
نوموړي وویل: "که افغانستان له چین سره لهدې لارې سوداګري وکړي، نو د هر کانټینر کرایه به شاوخوا دوه زره ډالره ارزانه وي او د لېږد وخت به د پنځو یا شپږو میاشتو پر ځای له یوې څخه تر دوو اونیو پورې راټیټ شي."
خو ايا چين دې ته لېوالتيا لري چې د واخان دهلیز له لارې افغانستان سره ونښلول شي؟
چين سره د واخان له لارې د افغانستان د نښلېدو په اړه د طالبانو د څرګندونو او لېوالتيا وروسته چينايي ورځپاڼې "ساوت چاینا مارنینگ ستار" د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستيو کې خبر ورکړ چې چين له يادې لارې د ګټې اخيستې په اړه هومره لېوالتيا نهلري، ځکه چې دا لاره له هغې سيمې تېرېږي چې هلته ايغور جنګيالي ژوند کوي او د چين حکومت هغوی د نا ارامۍ د سرچينې په توګه يادوي.
دا نښلېدونکې لاره د واخان په دروازه کې د واخچر درې د نا ارامه سيمې شنجاک څخه چين ته تېرېږي.
ورځپاڼې د چینايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي اخیستل شوي ویلي چې د واخان د لارې چارې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي ځکه چې دغه هېواد به بهر ته د سوداګرۍ بله لاره ومومي خو چین به د دې سیمې د امنیت له امله محتاطانه ګام پورته کړي.
چين ولې اندېښنه لري؟
د واخان له لارې د ایغور جنګیالیو د تېرېدو په اړه د چین اندېښنه د امريکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنټاګون د ۲۰۱۹ کال په راپور کې هم مطرح شوې.
ياد راپور کې راغلي، چین اندېښنه لري چې ښايي ایغور جنګیالي د افغانستان د واخان دهلیز له لارې چې د چین له شانجک ولایت سره پوله لري، تېر شي.
د بدخشان سیمهییزو چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه چې د دغه غرني ولایت په ځینو برخو کې ګڼ شمېر ایغور جنګيالي شتون لري، خو طالبانو هغه مهال دغه ادعاوې رد کړې وې.
د واخان دهلیز کې د چین د اندیښنو په اړه رید ستاندیش وايي: "تاسو پوهېږئ چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې له چین څخه د جلا کېدو سیاسي غوښتنې روانې دي او دا سیمه په رسمي توګه تر ۱۹۴۹ پورې د چین برخه نه وه."
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې چین پهدې سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم سخت ځپنې وکړې.
چين د شينجيک سيمې امنيت په اړه او هغه هېوادونه چې له شينجيک سره ګډه پوله لري، ډېره پاملرنه کوي.
هغه همداراز وويل: "چین په دې نظر دی، چې کله يوه نوې لار پرانيستل کېږي، هغه هم له يوه داسې هېواد سره، چې ډاډه نه وي چې حکومت یې د امنیت بشپړ کنټرول لري او یو داسې هېواد، چې ایغور یاغیان پهکې حضور لري، دا د چین لویه اندېښنه ده. له هغه وخته چې طالبان بياځلې واک ته ورسېدل، دا د طالبانو او پيکنېګ تر منځ د خبرو تر ټولو مهمه موضوع ده چې طالبان څنګه کولای شي پهدې برخه کې د چین اندېښنې لهمنځه يوسي چې افغانستان يوځل بيا د اورپکو ډلو په اډه بدل نهشي چې وروسته به احتمالاً په افغانستان کې د چینايي پانګونو او پرسونل پرضد بریدونه وکړي."
ازادي راډیو وغوښتل چې د چین د اندېښنو په اړه د طالبانو له چارواکو وپوښتي، خو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې یې له خبرو ډډه وکړه.
د طالبانو حکومت او چین اوسمهال هم سوداګریزې اړیکې لري.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې وویل، د روان هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې له چین سره څه باندې ۹۴۰ میلیونه ډالره سوداګري شوې، چې ۲۸ میلیونه ډالره یې صادرات او ۸۷۶ میلیونه ډالره واردات دي.
د ياد وزارت په خبره، په صادراتو کې تر ډېره قيمي او نيمه قيمتي ډپرې، جلغوزي او طبي بوټي شامل وو.
په دې اړه چې آیا د واخان دهلیز له لارې به د افغانستان د نښلولو ارمان په نږدې راتلونکي کې پوره شي، شکونه شته، یو شمېر کتونکي پهدې باور دي چې چین د خپلو اندېښنو له امله د واخان دهلېز له لارې د دغو دوو هېوادونو د نښلولو لپاره بېړه نهکوي او د دغو اندېښنو له امله پهدې برخه کې په احتياط ګام اخلي.