د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

بدخشان کې لسګونه قرغزو افغانانو قرغزستان ته د اوښتو غوښتنه کړې


بدخشان کې قرغزي افغانان، انځور - ارشيف
بدخشان کې قرغزي افغانان، انځور - ارشيف

د تاجکستان پولې ته نږدې ځینې قرغز افغانانو ازادي راډیو ته په لېږل شوې ویډیو کې د قرغستان له حکومته هغه هېواد ته د دوی د انتقال په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

دوی وایي، وروسته له دې چې د طالبانو د حکومت له لورې د تعلیمي مرکزونو دروازې د دوی د لورګانو په مخ وتړل شوې، د دوی اولادونه بې برخلیکه دي نو ځکه غواړي، چې هغه هېواد ته ولاړ شي.

افغان قرغز ماژیرایم عبد الجلیل اولو د ازادي راډيو قرغزي څانګې ته وویل، نه یوازې لورګانې یې بلکې دوه زامن يې هم له زده‌کړو پاتې دي.

نوموړي وويل: "زه خپل د ماشومانو د زده‌کړو مسول یم نو ځکه غواړم قرغستان ته ولاړ شم، غواړم لور مې زده‌کړې وکړي نو هیله دا ده چې ما قرغزستان ته انتقال کړئ که زه دلته مړ شم نو زما ماشومان به بې زده‌کړو پاتې شي."

"موږ خپل ټول توکي او څاروي وپلورل او دلته مو کډه وکړه

یو بل افغان قرغز، محمد الژهپر اولو هم همدا خبر کوي.

نوموړی وايي: "موږ خپل ټول توکي او څاروي وپلورل او دلته مو کډه وکړه، موږ نور نه‌شو کولای چې پامير ته بېرته ورستانه شو، موږ په دې هیلې دلته ژوند کاوه، چې قرغزیان به مو له دې ځايه انتقال کړي."

دوی وایي اوس‌مهال دوی د تاجکستان پولې ته نږدې اشکاشم ولسوالۍ کې په کرایي کورنو کې ژوند کوي او په تمه د ي چې بیشکک یې قرغزستان ته د انتقال په برخه کې مرسته وکړي.

بدخشان کې قرغزي افغانان،، انځور - ارشيف
بدخشان کې قرغزي افغانان،، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې قرغز چارواکي وایي نږدې ۹۰ افغان قرغزیان د انتقال پروسې ته په تمه دي، خو د پاسپورټونو او د نورو لوژيستیکي ستونزو له امله د دوی د انتقال پروسه له ستونزه سره مخ ده.

د قرغزستان د پارلمان مرستیال چلپون سلطان بیکووا د ازادي راډیو قرغزي څانګې ته په خبرو کې وویل، ۸۸ قرغزي افغانان د بدخشان مرکز فیض اباد کې دي، چې د پاسپورټونو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای قرغزستان ته راشي.

"څنګه مې چې د قرغزي هېوادوالو غوښتنه تر لاسه کړه

نوموړی وايي: "څنګه مې چې د قرغزي هېوادوالو غوښتنه تر لاسه کړه، نو په قرغزستان کې له اړوندو دولتي ادارو سره مې اړیکه ټینګه کړه او د مالي مرستو غوښتنه مې ترې وکړه اوس د حکومت پرېکړې ته په تمه یم."

دا په داسې حال کې دی چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د وېش لړۍ د تخیکي ستونزو له امله درولې.

د قرغزستان د بهرنیوچارو وزارت تر اوسه د یادو افغان قرغزانو سره د مرستې لپاره خپل اقداماتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

بدخشان کې قرغزي افغانان، انځور - ارشيف
بدخشان کې قرغزي افغانان، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو حکومت وایي، په افغانستان کې د قرغزانو د ستونزو د حل لپاره ډېر ګامونه ترسره شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "هلته اصلا د ښوونځي په نوم څه نه ول، دا چې دوی ویلي چې د نجونو د زده‌کړو له امله له دې ځایه ځي، دا بالکل غلط دی ځکه هلته د کلونو کلونو راهیسې چې زده‌کړې نه وې، خو اوس اسلامي امارت دوی ته ښوونځي، مدرسې او کلینیکونه جوړوي او موږ په پام کې لرو، چې د دوی ټولو ستونزو ته رسیدنه وکړو."

د قرغزستان حکومت په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال کې پنځوس / پنځوس قرغزي افغانانو ته دایمي استوګنه ورکړه.

افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د قرغزستان ولسمشر صدر جاپاروف د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې قرغز افغانانو ته د قرغزستان په اوش ولایت کې د ځای پر ځای کېدو لپاره یوې د استوګنېزې سیمې د جوړولو خبر ورکړ.

ښاغلي جاپاروف ویلي، غواړي ټول قرغزان له افغانستان څخه خپل پلرني ټاټوبې ته ورشي.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د قرغزستان حکومت اعلان وکړ، چې په راتلونکو دوو کلونو کې یې د افغانستان له پامیر نه د قرغزانو د بیا راستنولو او مېشتېندنې لپاره نږدې درې ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

تاریخ‌پوهان وایي، چې قرغزي توکمونه په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د واخان په کریدور کې اوسېدل او د دوی په خبره په ګرمو موسمونو کې به یې دلته خپل مالونه څرول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG