د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې دویم ملي پارک جوړیږي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي؛ په بدخشان ولایت کې به د دویم ملي پارک جوړول د سیمې د خلکو او په تیره د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د یکشنبې په ورځ د یاد پارک د جوړولو د اعلان پرمهال وویل؛ په سیمه کې به پانګه واچول وشي؛ سیلانیانو ته به د ورتګ زمینه برابره او ګڼ شمېر خلک به په کې په کارونو بوخت شي.

ښاغلي رحیمي وویل، له څلورو کلونو راهیسې یې د حکومت د یوشمېر نورو ارګانونو په مرسته په هېواد کې د ملي پارکونو د جوړولو هڅې پیل کړي دي.
ده په بدخشان ولایت کې د نوي پارک په هکله وویل:

"د طبیعي منابعو د ساتلو او پایښت او د سیمې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره هلته پانګه اچول کیږي؛ څو د هغه ځای د منظرې او ټولې طبیعې شتمنۍ خوندي شي. د دې له امله د بدخشان ولایت د واخان په ښکلي دره کې د دویم ملي پارک د جوړولو اعلان کوم.

زه ډاډمن یم چې دغه پیل به د بد خشان ولایت او په تېره د وخي او قرغز وروڼو په ژوند کې مثبت بدلون راولي."

د کرنې وزیر وویل، د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ پارک به په هېواد کې دویم ملي پارک وي چې؛ جوړیږي.

ده وویل، په دې پارک کې به د سیلانیانو د اوسېدو ځایونه، د سیمې خلکو ته د کرنېزو وسایلو د خرڅلاو مرکزونه؛ د وحشي حیوانانود سروې تخنیکي اداره او داسې نور تجهیزات برابر شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، بند امیر لومړی ملي پارک وو؛ چې په یوزرو درې سوه اته اتیایم لمریز کال کې په بامیانو ولایت کې جوړ شو.

د کرنې وزیر وویل، د واخان د ولسوالۍ اوسیدونکو له کابو لسو کلونو راهیسې هڅه کړې چې؛ د وحشي حیواناتو ښکار کنټرول کړي. د همدې له امله په سیمه کې وحشي حیوانات لکه؛ مارکوپولو پسان، برفي پړانګان او نصواري خوګان زیات شوي دي.

د چاپیریال د ملي ادارې چارواکي وایي؛ په پام کې ده چې ورته پارکونه د هېواد په نوروسیمو کې هم جوړ شي.

د دې ادارې ريیس مصطفی ظاهر وویل:

"د فراه، نیمروز، بادغیس، غور، د بدخشان په نوروسیمو، تخار، د دلقد په جزیره، لغمان، پنجشیر، پروان، کندهار او هرات ولایتونو سیمې کتل شوي او په پام کې ده چې، ورو ورو په کې اتلس ملي پارکونه جوړشي."


ښاغلي ظاهر له نړېوالو موسسو هیله وکړه چې؛ د دې ډول پارکونو په جوړولو کې ورسره مرستې وکړي.

مسوولینو وویل، د واخان ولسوالۍ ملي پارک ته یوه پراخه سیمه بېله شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په هېواد کې به د ملي پارکونو جوړول د سیمې او نړۍ سیلانیان یوځل بیا وهڅوي چې؛ د سیمې فرهنګ، منظرې او طبیعي شتمنۍ له نږدې وویني.

د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او د کلیو د پراختیا وزارتونه هغه ادارې دي چې؛ د دې پارک په جوړولو کې مرستې کوي.

د پامیر او هندوکش د مشهورو غرونو لړۍ له همدې سیمې تیریږي او وخي او قرغز قومونه په کې میشت دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG