د مهاجرې موسېقۍ دوام او غوړېدل؛ د افغان ځوانانو ارکستر ډله لندن کې کنسرټ لري

د زهره د موسیقۍ ډلې غړي د یوه کنسرټ پر مهال - ارشیف

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست وايي، د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت د لومړنۍ تمې برعکس د افغان ځوانانو د ارکستر د غړو لپاره د ويزې غوښتنه رد کړې وه او د هغوى هنري سفر یې له سختې ننګونې سره مخ کړ؛ مګر په ټولنیزو شبکو او لویو برېتانوي رسنیو کې د دې پرېکړې په خلاف د پراخو غبرګون وروسته د کورنیو چارو وزارت اړ شو چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

احمد ناصر سرمست وايي، اوس د افغان ځوانانو د ارکستر ټولو غړو ته ویزې ورکړل شوې دي:

"د پنجشنبې په ورځ به د افغانستان د ځوانانو آرکسټر د پخواني پلان له مخې خپل سفر پیل کړي او د پنجشنبې په ماښام به لومړی کنسرت د سوتبینک هنري مرکز د ملکې الیزابیت په تالار کې ترسره کړي او له هغې وروسته به د پلان له مخې راتلونکي کنسرتونه په ټاکلو ورځو او وختونو کې، د مانچسټر، برمنګهم او لیورپول په ښارونو کې هم ترسره کړي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټګر ډاکټر احمد ناصر سرمست

د برېتانیې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې مشرې ډیانا جانسن هم پرون په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې خوښي څرګنده کړه چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې په بیا کتنې سره سم کار کړی دی.

ښاغلي سرمست په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټ کېښود، خو وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یو ځل بیا د افغانستان واک تر لاسه کړ او د موسیقۍ پر هنر یې سخت بندیزونه ولګول، د دغه انستیتیوت هنرمندان اړ شول چې لومړی قطر او بیا پرتګال ته لاړ شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کلاسیک موسیقۍ نړیوال ستوري ډینیل بارینبویم او یو یو ما د هغو کسانو په ډله کې دي چې له کابل څخه د دغو ځوانو افغان هنرمندانو په وتلو کې یې مرسته کړې ده.

یو شمېر افغان ارکسترانې

احمد ناصر سرمست وايي، له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ هنرمندان د طالبانو له خوا له هېواده شړل شوي، دوی د سویس، فرانسې، ایټالیا او جرمني په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کنسرتونه کړي او د دوی وروستی کنسرت هم د سویس په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وشو.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټګر ډاکټر احمد ناصر سرمست زیاتوي:

"د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بېلابېلې ډلې له افغانستانه تر وتلو وروسته د پرتګال په برګا ښار کې بیا جوړې شوې دي. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ټول ځوانان د موسیقۍ په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. د افغان مېرمنو آرکسټر زهره، د افغانستان د ځوانانو ارکسټر، د آزادې هنري ګروپ، "د ترنم هنري ډله، د قوالی سندرغاړو ډله او د افغانستان د محلي سازونو ډله، ټول بیرته جوړ شوي او د یو نیم کال راهیسې، دوی بیرته نړیوالو ستیجونو ته راګرځېدلي او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یې ګڼ کنسرټونه دایر کړي."

د ښاغلي سرمست په وینا، د روان کال په دوبي کې به د افغانستان د ځوانانو ارکستر له زهرې ارکستر سره په ګډه د امریکا د متحدو ایالتونو په کارنیګي هال کې چې د نړۍ تر ټولو مهم د موسیقۍ تالار دی کنسرت ترسره کړي.

د موسیقۍ نړیوالې شورا د افغانستان د موسیقۍ هنر په ځانګړي ډول د افغان ځوانانو د بډاینې او روزنې په برخه کې د ډاکټر احمد ناصر سرمست د هڅو د ستاینې په ترڅ کې هغه ته په ۲۰۲۲ کال کې د "د موسیقۍ د حقونو اتل" لقب ورکړ.