د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

افغان زده کوونکي پرتګال ته ورسېدل؛ سرمست: افغاني موسیقي دلته ژوندۍ ساتو


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکې
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکې

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د زده کوونکو او هنرمندانو وروستۍ ډله پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۲مه) د پرتګال پلازمېنې لیزبون ته ورسېده.

د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکتر احمد ناصر سرمست د خپلو زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی وو: "دا د ازادۍ په لور د یوه ډېر اوږد مزل پای دی. دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان راتلونکي په یوه خپلواکه هېواد کې وګورو. چېرته چې زموږ شاګردان نوي فرصتونه پيدا کړي او خپلو هیلو ته ورسیږي."

دا وار ۲۷۳ تنه د قطر له پلازمېنې دوحې نه د پرتګال پلازمېنې لیزبون ته ورسول شول چې په کې ۱۵۰ تنه د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکي او روزونکي وو او پاتې نور یې د کورنۍ غړي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ غړو او شاګردانو ته پرتګال پناه ورکړې ده.

د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکتر احمد ناصر سرمست وویل، په دې سره له افغانستانه د موسیقۍ د ملي انسټيټیوټ د غړو او روزونکو د را ایستلو بهیر بشپړ شو.
د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکتر احمد ناصر سرمست وویل، په دې سره له افغانستانه د موسیقۍ د ملي انسټيټیوټ د غړو او روزونکو د را ایستلو بهیر بشپړ شو.

د انسټيټیوټ غړې شګوفې صافۍ وویل، هیله منه ده یوه ورځ بیا وطن ته ستنه شي او ځوان نسل ته موسیقي ور زده کړي:"زه ډېره خوشاله یم چې دلته به تعلیم وکړم. زما لویه هیله دا ده چې یوه ورځ بیا افغانستان ته ستنه شم له زیاتې پوهې او زیاتې موسیقۍ سره او هلته ځوان نسل وروزم."

لېزبون ته په رسېدو د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ هر یو غړی او زده کوونکي خوشاله دی او هلته په رسېدو کې د پرتګال او نورو ټولو له همکاریو ستاینه کوي.

له دې ډلې مرتضی محمدي وايي: "زه غواړم له ټولو مننه وکړم د هغو ټولو کارونو لپاره چې موږ ته یې وکړل او موږ یې له افغانستانه را وایستلو. له یوه بد حالته یوه ښه وضعیت ته یوې روښانه راتلونکې ته."

د اکتوبر او نوومبر تر منځ د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ غړي د یو نیمې میاشتې په موده کې په ټول ټال پنځو پروازونو کې لومړی له کابله دوحې او بیا له هغه ځایه لیزبون ته ورسول شول.

پرتګال د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ په غړو سربېره د نجونو فوټبال ټيم او د هغوی کورنۍ هم منلې او دم ګړۍ یې ۷۶۴ افغانانو ته پناه ورکړې ده.

طالبانو ویلي، موسیقۍ ته اجازه نه ورکوي
طالبانو ویلي، موسیقۍ ته اجازه نه ورکوي

ډاکټر سرمست وايي، په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ پرانیزي: "موږ دلته د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ له یو لړ هدفونو سره پرانیزو او هم به د ټولو هغو خلکو لاسرسی ورته وي چې پرتګال کې اوسي. خو زموږ اصلي هدف به وروسته پاتې ټولنو ته د با کیفیته موسیقۍ وړاندې کول وي او خپل انسټیټیوټ کې به شاګردان روزو خو په اوږدمهال کې موږ د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ د ګڼ کلتورۍ یا مولټي کلچریزم د یوه مرکز په سترګه ګورو."

د اګسټ په پنځلسمه نېټه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ دروازې د موسیقۍ د زده کوونکو او روزونکو په مخ وتړل شوې.

طالبانو ویلي، موسیقۍ ته اجازه نه ورکوي. د موسیقۍ د ملي انسټیتیوټ مشر ډاکتر سرمست وايي، د طالبانو دا رژيم به تر هغه پخواني هم لږ وخت دوام وکړي: "زه باوري یم چې د طالبانو دا وار واکمني به د هغوی تر پخوانۍ دورې هم کمه وي. دا وار طالبان له یوه متفاوته افغانستان سره مخ دي. یو متفاوته افغان نسل. یو ځوان او پوه نسل چې په خپلو ټولو حقونو خبر دی."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په کابل کې جوړ شو.

د دغه انسټیټیوټ بنسټګر ناصر سرمست ویلي چې په تېره یوه لسیزه کې د موسیقۍ یو ځوان نسل د دوی له خوا وروزل شو او اصیله افغاني موسیقي یې له اروپا او امریکا رانیولې د نړۍ په بېلابېلو سټيجونو نندارې او اورېدو ته وړاندې کړه چې د ګڼو خلکو له خوا خوښه شوه.

د دې راپور غږیزه بڼه دلته اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG